د هېواد په ختیځو او سوېل ختیځو ولایتونو کې نجونې زدهکوونکې وایي، د نجونو له زدهکړو پرته ټولنه هېڅ ډول پرمختګ نهشي کولای او اسلامي امارت دې د دوی دا شرعي حق په زوره نه ترې اخلي. دا نجونې زدهکوونکې وایي، د ښوونځيو او پوهنتونو له تړل کېدو وروسته نه یوازې خپل راتلونکي ناڅرګند برخلیک ته اندېښمنې دي، بلکې له اروايي ستونزو سره یې هم مخ کړې دي. دوی اوس یوازې پر کور ناستې دي او بل کوم کار هم نهشي کولای.
د ننګرهار او کونړ ولایتونو اوسېدونکې شازیه او نجما چې د ننګرهار او لغمان پوهنتونو زدهکړیالانې دي وايي، د پوهنتونو له تړل کېدو وروسته بېبرخیلکه پر خپل کور ناستې دي او خپلې راتلونکې ته هېڅ ډول هیلهمندي نه لري. دوی د اسلامي امارت له چارواکو غواړي چې ژرترژره د ښوونځیو او پوهنتونو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي او د نجونو پر مخ دې یې دروازې پرانېزي. دغه نجونې زیاتوي:
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
«د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي زدهکړیاله یم. له کومې ورځې چې پوهنتونونه او ښوونځي تړل شوي؛ موږ له مبهم او ناڅرګند برخلیک سره مخامخ یوو، په فکري او ذهني ډول جوړې نه یوو. له مسوولو چارواکو او حکومت څخه غواړو چې د پوهنتونونو او ښوونځیو د پرانېستو په تړاو خپله پرېکړه وکړي او پوهنتونونه او ښوونځي ژرتر ژره پرانېزي.»
«د لغمان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصله یم. له کله چې پوهنتونونه تړل شوي، په فکري او ذهني ډول نارامه یم. هیله لرم چې د نوي ښوونیز او تحصیلي کال په پیل سره به پوهنتونونه پرانېستل شي.»
په پکتیا ولایت کې هم نجونې زدهکوونکې وایي چې د دوی پر وړاندې د ښوونځیو د دروازو تړل کېدو خواشینې او نارامه کړې دي. د پکتیا په مرکز ګردېز کې د اتم ټولګي زدهکوونکې عابده وایي، له تېرو اتلسو میاشتو راهیسې چې ښوونځي تړل شوي، مخکیني درسونه یې هېر شوي او ډېری ښوونکو یې هم له دندو استعفاوې کړې دي.
هغه وايي، «هغه څه مې چې پخوا یاد وو او په ذهن کې مې وو، هر څه مې له ذهنه وتلي او هېڅ شی مې هم په یاد نهدي. زه باید درس ووایم چې هم مې پخواني درسونه په حافظه کې پاتې شي او هم نوي څه زده کړم او پرمختګ وکړم.»
همداشان، د خوست او پکتیکا ولایت زدهکوونکې اریا او غوټۍ وایي، د نجونو له زدهکړو پرته ټولنه فلج کېږي او هېڅ پرمختګ نهشي کولای چې په وینا یې، د میاشتو له تېرېدو وروسته هم د دوی د زدهکړو شرعي حق نهدی ورکړل شوی. دوی زیاتوي:
«د ښوونځیو په تړلو ډېره خواشینې یم. د افغانستان له اسلامي امارت څخه مې دا غوښتنه ده چې نجونو ته ژرتر ژره د ښوونځیو دروازې پرانېستل شي؛ ځکه زدهکړې زموږ شرعي حق دی او هېڅوک هم له موږ څخه د دغه حق د اخیستو حق نه لري.»
«له اسلامي امارت څخه غواړم چې زموږ د نجونو پر مخ دې ښوونځي پرانېستل شي او موږ ته دې د زدهکړو اجازه راکړي؛ ځکه که نجونو ته د زدهکړو اجازه ور نهکړل شي، زموږ ټولنه او خلک به ډېر شاتګ وکړي. موږ چې د زدهکړو غوښتنه له اسلامي امارت څخه کوو، دا حق موږ ته اسلام هم راکړی، دا حق باید راکړل شي.»
مدینه او نفیسه چې د روزګان ولایت اوسېدونکي دي، هم د نجونو زدهکوونکو پر وړاندې د پوهنتونونو او ښوونځیو پر تړل کېدو نیوکه کوي او د پوښتنې په ډول وايي چې «ایا یوازې نارینه د زدهکړو حق لري؟ او هر څه چې نارینه غواړي، په ټولنه کې یې وکړي؟»
دوی ټینګار کوي چې ښځینه هم د نارینهوو هغومره حق لري او که افغان نجونې زدهکړې وکړي، ټولنه کې ډېر ژر مثبت بدلون راوستلی شي، خو د نجونو له زدهکړو پرته، ټولنه نیمګړې ده. د مدینې په نفیسې په وینا:
«ښځې هم د اسلام په مبارک دین کې له سړیو سره یو ډول حقونه لري چې باید درس ووایي، له دولسم تولګي فارغې شي او دندې ولري. که پوهنتون و، باید پوهنتون ووايي.»
«داسې نهده چې یوازې سړي درس ووایي. هغه به هر څه کېږي، خو کله چې یوه ښځه درس ووایي، هغه یوازې ډاکټره نه، بلکې یو کور هم سمبالولی شي، هغه یوه کور او ټولنې ته پرمختګ ورکولای شي.که یوه خور او مور پر څه نه پوهېږي، هغه کور او ټولنه زما په اند هېڅ هم نهده.»
لیلومه چې د لوګر اوسېدونکې ده وایي، افغان نجونو هیله لرله چې د اسلامي امارت چارواکي به د نوي ښوونیز او تحصیلي کال په پیل سره نجونو ته هم د زدهکړو اجازه ورکړي، خو له بده مرغه داسې ونه شول او دا سختې اندېښنې وړ خبره ده.
د هغې په وینا، که څه هم اسلامي هېوادونو د افغان نجونو د زدهکړو پر حق ټینګار کړی او نړیوالې ټولنې یې هم له کبله پر اسلامي امارت فشارونه راوستي او محدودیتونه یې پرې لګولي، خو چارواکو بیا هم د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې نه کړې.
لیلومه وایي: «په افغانستان کې مېرمنې او نجونې له تېرو اتلسو یا نولسو میاشتو راهیسې د زدهکړو د حق په ګډون، له ټولو حقونو بېبرخې دي. د نړیوالې ټولنې له هلوځلو او د اسلامي هېوادونو له فتوا سره سره بیا هم اوسني حکومت د نجونو د زدهکړو په تړاو خپل نظر ته بدل نه کړ، افغان نجونې او مېرمنې یې له ناڅرګند برخلیک سره مخ کړي. نړیواله ټولنه باید پرېکنده او غوڅ دریځ خپل کړي، څو افغانان، په تېره مېرمنې له ناورین او بېبرخلیک وضعیت څخه وژغوري.»
بلهخوا د نجونو زدهکوونکو ځینې کورنۍ هم د اسلامي امارت له حکومت څخه غواړي چې د نجونو پر وړاندې د پوهنتونونو او ښوونځيو دروازې پرانېزې. دوی وایي، که د اسلامي امارت چارواکي د حجاب خبره کوي، دوی یې هم ملاتړ کوي.
د لغمان اوسېدونکی قاسم وايي: «د اسلامي امارت چارواکو له موږ سره ژمنه کړې وه چې دې پسرلي کې به پوهنتونونه او ښوونځي خلاصوو. هیله لرو چې دوی پر خپلې ژمنې وفا وکړي. هر پلار دا غواړي چې بچیان یې زدهکړې وکړي، هغه که زوی وي، که لور؛ څو په راتلونکي کې د دې وطن لپاره خدمت وکړي. د اسلامي امارت له چارواکو مو غوښتنه ده چې د نجونو د پوهنتونونو او ښوونځيو په خلاصون کې یوه ښه پرېکړه وکړي.»
د لوګر اوسېدونکی فاروق هم وايي: «زه ډېر په ویاړ سره تاسو ته ویلی شم له دې هېڅ وېره هم نه لرم. دلته چې کومه کلتوري موضوع راپورته شوه، موږ ته سپینږیرو ویلي چې زموږ کلتور دا نهدی چې موږ دې په لوڼو باندې زدهکړې و نهکړو، بلکې زموږ کلتور دا دی چې موږ په بچیانو درس ووایو، خو باید په حجاب، حیا او ستر کې وي. حکومت باید دا اسانتیاوې برابرې کړي او موږ په یوویشتمه پېړۍ کې غواړو چې په خپلو لورانو زدهکړې وکړو.»
بلهخوا د پکتیا اوسېدونکی فضلالدین بیا د نجونو د زدهکړو ارزښت ته په اشارې وايي: «کله چې یوه ښځه زدهکړې و نهلري، هغه نه دُنیوي ژوند پېژني او نه هم اُخروي. ښه خبره دا ده چې زموږ ټولې خویندې باسواده شي. زموږ وړاندیز اسلامي امارت ته دا دی چې پسرلي کې او د ښوونیز کال په پیل سره باید د نجونو پر مخ ښوونځي خلاص شي. موږ د اسلامي امارت د هغې خبرې چې باید زدهکړې په حجاب او ستر کې وي، ملاتړ کوو. دوی باید اسانتیاوې برابره کړي.»
د پکتیا یو بل اوسېدونکی سیدجمال اصفخېل وایي، خلکو هیله لرله چې د ښوونیز کال په پیل سره به نجونو ته د زدهکړو اجازه ورکړل شي، خو داسې ونه شول چې خلک یې خواشینې کړي.
د هغه په خبره، د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل کېدو نه یوازې نجونو، بلکې د هغوی د کورنیو غړیو ته هم اروايي ستونزې پیدا کړې دي. نوموړی ټینګار کوي، که سږ کال هم افغان نجونو ته د زدهکړو حق ور نه کړل شي، ګڼشمېر کورنۍ به د خپلو بچیانو د زدهکړو په موخه هېواد پرېږدي او کډوالۍ ته مخه کړي.
هغه زیاتوي: «دغه کار نه یوازې دا چې خلکو ته یې اندېښنې را ولاړې کړي، بلکې نجونو ته یې هم اروايي ستونزې پیدا کړي. د دې تر څنګ، لویه اندېښنه دا ده چې که سږ کال هم د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې همداشان تړلې پاتې شي، ډېری خلک او کورنۍ به کډوالۍ ته مخه کړي او دا به یو لوی ناورین وي. دوی چې د تخنیکي او نورو ستونزو یادونه کوي، دا ستونزې باید د دوو کلونو په موده کې حل شوي وي.»
په همدې حال کې د ښځو حقونو فعالانې هم نیوکه کوي چې د اتلسو میاشتو په تېرېدو لا هم افغان نجونې او مېرمنې د زدهکړو په ګډون، له هر ډول حقونو محرومې دي. دوی ټینګار کوي چې د نجونو ښوونځیو تړل کېدو پر وړاندې هېڅ ډول شرعي دلیل نشته، خو اسلامي امارت بیا هم د هغوی د زدهکړو مخه نیولې ده.
دا یوازې د کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا او روزګان اوسېدونکي نهدي چې په یوه غږ د خپلو لوڼو او خویندو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پرانېستل کېدو غوښتنه کوي، بلکې د هېواد د ډېری ولایتونو اوسېدونکي هم غوښتنه کوي چې د نوي ښوونیز کال په پیل سره دې د افغان نجونو پر مخ پوهنتونونه او ښوونځي پرانېستل شي، خو داسې ښکاري چې اسلامي امارت د خلکو غوښتنو ته پام نه کوي او د څه باندې یونیم کال په تېرېدو سره یې لا هم په دې برخه کې لازم ګامونه نهدي اوچت کړي.