چای په نړۍ کې له اوبو وروسته تر ټولو خورا مشهور او ډېر څښوونکی څښاک دی. چای اوس له قهوې او بیر څخه مخکې دی، کوم چې په نړیواله کچه دویم او درېیم ځای کې دي.

د می ۲۱مه د ملګروملتونو له لوري د چای نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې چې په نړیواله کچه نه یوازې له اقتصادي پلوه، بلکې له کلتوري پلوه هم د دې څښاک اهمیت او ارزښت په ګوته کوي.

د چای او کافي سوداګرۍ ژورنال د چای نړیوال راپور له مخې، چین د نړۍ نږدې نیمایي چای (۴۸ سلنه) تولیدوي. هند بیا دویم لوی تولیدونکی دی چې د نړۍ ۲۰ سلنه چای جوړوي، ورپسې کینیا ۸ سلنه، ترکیه ۴ سلنه او سریلانکا ۳ سلنه چای تولیدوي.

د نړۍ پاتې برخه بیا د نړۍ په کچه د چای تولید ۱۷ سلنه جوړوي.

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د معلوماتو پر بنسټ، په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ د چای مصرف ۶.۵ میلیونه ټُنو ته رسېده چې د تېرو کلونو په پرتله زیات شوی دی.

چین چې په نړۍ کې د چایو تر ټولو لوی تولید لري، تر ټولو په لوړه کچه مصرف کوونکی هېواد هم پېژندل کېږي. په ۲۰۲۲ کې د چین د چایو مصرف شاوخوا درې میلیونه ټُنه ښودل شوی چې د نړۍ د چایو د مصرف ۴۶ سلنه جوړوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


۲۰۲۲کال کې بیا هند د چایو د مصرف له اړخه دویم هېواد و. هند کې بیا یاد کال خلکو ۱.۱۶ میلیونه ټُنه چای مصرف کړی چې د نړۍ ۱۸سلنه لګښت ښيي.

ترکیه کې بیا د ۲۰۲۲کال پرمهال په اټکلیزه توګه ۲۵۰،۰۰۰ ټُنه چای مصرف شوی، پاکستان کې هم خلکو د ۲۰۲۲کال پرمهال ۲۴۷،۰۰۰ ټُنه چای څښلی او روسیې هم ۱۳۳،۰۰۰ ټُنه چای مصرف کړی دی.

د FAO په وینا، د ۲۰۲۱کال په پرتله په ۲۰۲۲کال کې د چایو مصرف ۲سلنه زیات شوی او په ۲۰۲۳ کې بیا د چایو مصرف نور هم لوړه ختلی دی.

په اروپايي او امریکايي هېوادونو کې بیا د چایو مصرف د نورو انرژي او څښاکو له امله د ټيټېدو په حال کې دی.

په ورته مهال افغانستان هم له هغو هېوادونو دی چې اوسېدونکي یې، د چای له څښلو سره ځانګړې مینه لري او ورځ کې څو ځله چای څښيي.

د ۱۴۰۰کال پرمهال د افغانستان د تجارت وزارت د معلوماتو له مخې، هېواد ته هر کال ۶۵زره ټُنه چای واردېږي چې ارزښت یې، شاوخوا ۱۰۴ میلیونه ډالر ښودل شوی دی.

 

 


راپور: الجزیره

ژباړه او اډېټ: عبدالله وصال

۱۲:۱۴:۱۰۲۰۲۵-۰۵-۲۱

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام