د نومبر ۲۰مه د ماشومانو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ هر کال د ماشومانو حقونو ورکړې، خوندیتوب، روغتیا او خوشحالۍ په پار نمانځل کېږي.
خو سږکال دغه ورځ داسې مهال رارسېږي چې اسراییلو پر غزې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. د غزې د ۲،۳ میلیونه نفوس نیمايي برخه ماشومان دي.
فلسطیني چارواکي وايي چې د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې تر دې مهاله د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې ۵۵۰۰ ماشومان وژل شوي، یعني هرو لسو دقیقو کې یو ماشوم یا له هرو ۲۰۰ ماشومانو یو یې غزه کې وژل کېږي.
د وژل شویو ماشومانو عمرونه له څلور تر ۱۱ کلنۍ ښودل شوې دي. د ټپیانو او لادرکه شویو ماشومانو عمرونه هم له دوو تر ۱۶ کلونو یاد شوې دي.
د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې چې نن دوشنبه د نومبر ۲۰مه یې خپور کړی، دې موده کې ۱۸۰۰ ماشومان تر خاورو لاندې ورک چې ګومان کېږي، مړه شوې دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
په راپور کې ویل شوي چې ۹۰۰۰ ماشومان ټپیان شوي او د جګړې له امله له وېرې او کړاو څخه ډک ژوند تېروي.