د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې  شیخ مصري  ښارګوټي کې د  څلوېښت مېګاه واټه لمریزې برښنا د تولید دستګاه جوړولو پروژې چارې پیل شوې. 

ننګرهار کې ځایي چارواکي وایي چې پر دې پروژې ٢٨ میلیونه امریکایي ډالر لګښت راځي او د یونیم کال په موده کې به یې چارې بشپړې شي چې ورسره به د شیخ مصري صنعتي ښارګوټي ترڅنګ ٤٠زره کورنۍ هم له برښنا برخمنې شي.

د افغانستان برښنا شرکت عمومي رییس عبدالباري عمر وایي: «نننۍ پروژه چې د اته ویشت میلیونه ډالرو په پانګونې سره ترسره کېږي په دې پروژه کې د افغانستان برښنا شرکت مشارکت کړی، اته میلیونه ډالر د افغانستان برښنا شرکت له خپلې بودیجې څخه په دغه پروژه کې مصرفیږي او پاتې مقدار چې شل میلیونه ډالر کېږي، هغه د دوه شرکتونو چې یو د زولرستان او بل د  اوه اویا ترکي شرکت دی، د یونیم کال په موده کې به دغه پروژه بشپړه کړي.»

په ورته مهال مسوولان زیاتوي چې د دې پروژې اته میلیونه ډالر لګښت د افغانستان برښنا شرکت او پاتې یې بهرني خصوصي شرکتونه پرې کوي چې بهرني پانګه‌وال د انرژۍ د تولید پانګونې او کاري زمینې برابرېدو ډاډ ورکوي.

په ورته مهال یوشمېر صنعت‌کاران وایي، لاهم په ننګرهار کې د برښنا اړتیا ډېره ده او غوښتنه کوي چې سرپرست حکومت په دې برخه پانکونه لازیاته کړي، څو د صنعت‌کارانو شته ستونزې له‌منځه لاړې شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د افغانستان د صنعت او کانونو د خونې مرستیال ظریف‌ګل ځدران وویل: «موږ د برښنا پروژو ته ډیره اړتیا لرو، ځکه موږ معدنونه لرو، ولې پروسس یې نشو کولای، ځکه برق نشته اوس مونږ استعدادونه لرو، ځوانان لرو، سرمایه لرو، هر څه راسره شته، خو خبره دا ده چې موږ امکانات ورسره نه‌لرو.»

د ننګرهار د صنعت او کانونو رییس تورملنګ شګیوال وایي: «کوشش باید دا وشي چې اولیت باید له نورو پروژو نه بند برق ته ورکړل شي چې مونږ د بریښنا په برخه کې یو تولیدي هیواد ولرو یو داسې تولیدي هیواد چې زمونږ صادرات نورو هیوادونو ته لاړ شي او دا ظرفیت مونږ لرو مونو دلته خام مواد لرو مونږ ډیرې زیرمې لرو دلته چې باید سمه استفاده ترې وکړو.»

په ورته مهال ترکي پانګوال سلیمان جیلیو  چې په یاده پروژه کې سهیم او پانګوال دی، وایي، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې او دا چاره به دوامداره ساتي

نوموړي وویل: «موږ د اوه اویا سوداګریز شرکت په توګه په ګڼ‌شمېر پروژوکې پانګونه کړې او دا به دومداره وي او د شکر ځای دی چې دافغانستان په هر ځای کې کارونه په چټکتیا روان دي او موږ ټول د دې شاهدان یوو د قوش‌تیپې د اوبو رسولو کانال وروستي فاز ته د رسولو او د برښنا په برخه کې وروستي پرمختګونه ستایوو.»

د افغانستان برښنا شرکت عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، دا ریاست پلان لري چې راتلونکې میاشت د دوه ویشت میلیارده افغانیو په ارزښت د برښنا د تولید نورې پروژې پیل کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام