د ننګرهار محلي مسوولان وایي چې د دې ولایت په حصارک ولسوالي کې د «وچ خوړ بند» د جوړولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی وایي دا بند د (یواینډيپي) ادارې په مالي لګښت جوړېږي چې ۳۵ ميليونه افغانيو لګښت پرې راځي چې چارې به يې د يوه کال په موده کې بشپړې شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، یاد بند ۶۸ متره اوږدوالی، ۹ متره پراخوالی او ۱۰ متره لوړوالی لري چې د ۷۸,۳۳۲ متره مکعب اوبو ذخیره کولو ظرفیت لري.
دغه بند دوه دروازې لري چې د موسمي سېلابونو پرمهال به د رسوباتو تصفیې سره مرسته کوي.
د یاد بند جوړولو چارې د یو خصوصي شرکت له لوري پرمخ وړل کېږي، ورته سپارښتنه وشوه چې یاد بند په معیاري ډول جوړ او په خپل وخت ګټې اخیستنې ته وسپاري.
یاده دې وي چې د یاد بند په جوړولو سره د حصارک ولسوالي سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.