Asset 1SWN

ننګرهار کې ۳۳سلنه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي 

خوارځواکۍ

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د عامه تغذیې مسوول ډاکتر میرویس عابد وايي چې دغه ولایت کې ۳۳سلنه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوې دي.

نوموړي دغه څرګندونې د یونېسف ادارې په مالي او هدف موسسې په تخنیکي همکاري د یوشمېر رسنیو مسوولانو ته په جوړ شوي ورکشاپ کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د عابد په وینا، د یوې سروې له مخې، ننګرهار کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو کچه ٣٣ سلنه ده او د هدف موسسه په دغه برخه کې کار کوي، څو د یوه کمپاین په ترڅ کې دغه کچه راکمه او یا د ماشومانو خوارځواکي له منځه یوسي.

هغه زیاته کړه چې په دغه کمپاین کې به له ١٠ تر ١٩ کلنۍ نجونو ته د کم‌خونۍ ګولۍ هم ورکول کېږي.

د ورکشاپ په بله برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر مولوي صدیق‌الله قریشي وویل، په ننګرهار کې نږدې ٢٠ راډیويي او چاپي رسنۍ فعالیت کوي چې په ډېرې سانۍ کولای شي، په کم وخت کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي، څو خلک متوجه او دغه کچه راټیټه کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له دې سربېره د نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، د هېواد په نورو سیمو کې هم د بې‌وزلي او تنګسیې له امله ګڼ‌شمېر ماشومان او مېرمنې پر خوارځواکۍ اخته دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام