Asset 1SWN

بامیان کې خلکو په خپل شخصي لګښت پنځه کیلومټره سړک جوړ کړی

۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶

د بامیان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د «یکاولنګ نمبر۲» ولسوالي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د پنځو کیلومټرو په اوږدوالي یو سړک جوړ کړی دی.

دغه سړک پرون دوشنبه د لړم ۲۹مه د یادې ولسوالي چارواکو او خلکو له لوري ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بامیان والي د رسنیو دفتر د یکاولنګ نمبر دوه ولسوالي د ولسوال محمدامین رسا له قوله په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د یاد سړک په جوړېدو سره شاوخوا ۵۰۰ کورنیو ته د تګ‌راتګ پر مهال اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

د بامیانو ترڅنګ د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې هم عامو خلکو د سړکونو سربېره د نورو عامه ځایونو د رغونې او بیارغونې په موخه هلې ځلې پیل کړې دي.

تېره ورځ «دوشنبه لړم ۲۸مه» میدان‌وردګ کې هم خلکو د دایمیرداد ولسوالي اړوند د «ارګ‌کوتل» سړک د بیارغونې په موخه لستوڼي بېډوهلې دي.

د یاد ولایت د دایمیرداد ولسوالي یوه اوسېدونکي رسول‌ګل سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه سړک د دایمیرداد ولسوالي اړوند دی چې دوه کیلومټره اوږدوالی لري او په دې وروستیو کې ویجاړ شوی چې خلکو یې د بیارغونې هڅې پیل کړې دي.

د نوموړي په وینا، د دایمیرداد ولسوالي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د یاد سړک د بیارغونې چارې پيل کړي او له جوړېدو سره به یې د ژمي پر مهال د یادې ولسوالي د ارګ کوتل سړک ستونزې حل شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په دې وروستیو کې د حکومت ترڅنګ عامو خلکو هم د بیارغونو چارو ترڅنګ په نورو برخو کې د خپلو ستونزو د هواري لپاره لاس په‌کار شوي چې تر ډېره دې چارو ښې پایلې ورکړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام