اهنګري یا «پښ‌ګري» د بلخ یو لرغونی صنعت دی چې په دې وروستیو کې یې بازار کمرنګه شوی دی. دغه ولایت کې یوشمېر اهنګران «پښ‌ګران» وايي، د سیمې له هېوادونو د اوسپنیزو وسایلو واردولو او د اوسپنې بیو لوړېدو له امله، دغه صنعت ته د خلکو پام کم شوی او مخ پر ځوړ روان دی.

د بلخ اهنګران چې له اوسپنې تبر، کُلنګ، لور، بېل، چړې او ځینې نور وسایل جوړوي، له سرپرست حکومت څخه غواړي چې له دغه صنعت ملاتړ وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بلخ کې یوه پښ‌ګر عبدالستار وویل: «موږ کولای شو چې قیچي، لور، بېل او هر بل څه جوړ کړو، خو بازار نه‌لرو. پخوا به له بهر وسایل نه راواردېدل، خو اوس د ټولو پرمخ دروازه خلاصه ده او هر بهرنی څیز راواردېږي، زموږ صنعت یې له سقوط سره مخ کړی دی.»

په ورته مهال محمدجاوید هم سلام‌وطندار ته وویل: «هغه وسایل به چې موږ جوړول، اوس له چین، پاکستان، تاجکستان راځي او بیه یې زموږ د وسایلو په پرتله ټیټه ده چې له همدې امله خلک زموږ له وسایلو ګټه نه‌اخلي.»

د بلخ محلي مسوولان بیا ډاډ ورکوي چې د دې صنعت راژوندي کولو لپاره به هڅې وکړي. د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال نصیراحمد نیازي وویل، دغه ریاست هڅه کوي چې له بهره هېواد ته د اوسپنیزو وسایلو د واردولو مخه ونیسي.

نوموړي وویل: «د صنعت و سوداګرۍ ریاست خوښ دی چې دې برخه کې یې موږ ترڅنګ ولاړ یوو. هڅه کوو چې د ورته توکو د واردېدو مخه ونیسوو، یا حداقل مالیات یې لوړ کړو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

بلخ کې پښ‌ګران داسې مهال د پښ‌ګرۍ صنعت له رکود څخه اندېښنه ښيي چې تر دې وړاندې د نجارۍ، بوټ ګنډلو او نورو صنایعو په برخه کې هم صنعت‌کارانو شکایت کړی وو چې د پخوا په پرتله یې کارونه کمرنګه شوي ‌دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام