د بدخشان د واخان ولسوالي یو شمېر اوسیدونکي د وحشي ژوو په ځانګړي ډول د «حیات وحش» په نوم حیواناتو د غیرقانوني ښکار له امله اندېښنه لري او وايي، د هېواد دغه دویم ملي پارک د نادره حیواناتو له ورکېدو سره مخ دی.

دوی له مسوولو ادارو غواړي چې د دې مهم طبیعي میراث د لمنځه تلو مخنیوی وکړي.

د دوی په خبره، که چېرې دغه سیمه کې په اوسنۍ بڼه ښکار دوام پیدا کړي، نه یوازې دا چې د واخان د ځنګلونو ځانګړي ژوندي حیوانات به له منځه لاړ شي، د دې سیمې چاپېریالي بڼه هم ورسره بدلېدلی شي.

اسلم‌شاه د بدخشان د واخان اوسیدونکی دی او سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي، یو شمېر سیلانیان او ګټه خوښونکي کسان د سیاحت په نوم د حیواناتو په ښکار پسې واخان ته راځي.

د ده په خبره، د ښکار په اوسنۍ بڼه دوام نه یوازې دا چې یاد حیوانات له ورکېدو سره مخ کوي، بلکې د سیمې اکوسیستم هم له منځه وړي.

نوموړي وویل: «واخان د هېواد دویم ملي پارک دی چې د نادرو حیواناتو لکه مارکوپولو، واورین پړانګ او بزکوهي د ژوند کولو سیمه ده. دا داسې حیوانات دي چې د هېواد په هېڅ بله سیمه کې نه پیدا کیږي. همدا «حیات وحش» چې واخان پرې پېژندل کیږي اما متاسفانه چې په وروستیو کې کلونو کې له کمیدو او ورکیدو سره مخ دی. دلیل یې هم دادی چې ناپېژانده خلک او سیلانیان د سیاحت په نوم راځي او دلته ښکار ترسره کوي. په داسې حال کې چې هېڅ نظارت هم نه ترې ترسره کیږي.»

د واخان بل اوسیدونکی حسن بیک هم وايي، په وروستیو کلونو د دې سیمې د کم پیدا کیدونکو حیواناتو ښکار په چټکۍ روان دی او که ترې څارنه ونه‌شي، بیا به یې پیدا کول ممکن نه‌وي.

«زمونږ په سیمه کې د منظم او درست نظارت د نه موجودیت له امله ښکار زیات شوی. هغه عواقب چې د دې ښکار د دوام له امله ځايي خلک او چاپېریال ورسره مخ کیږي، طبیعي ده چې پایله به یې بده وي. د نادرو حیوناتو نسل به ورک شي.»

له دې سره هم‌مهاله، د چاپېریال برخې کارپوه دوکتور جعفرطیار د بدخشان واخان د هېواد یوه له مهمو، ارزښتمنو او ستراتیژیکو سیمو یادوي.

نوموړی ټینګار کوي چې دغه سیمه د نادرو حیواناتو د کوربه‌توب ویاړ لري چې زیاتره یې ان په نړۍ کې هم ډېر په سختۍ پیدا کیږي.

«دا سیمه د نادرو حیواناتو کوربه توب کوي، داسې چې ځینې یې حتی په نړۍ کې هم کم پیدا کیږي او له ډېر لوړ چاپېریالي او اقتصادي ارزښت څخه برخمن دي. د ساتنې او څارنې د منظمو پروګرامونو د نه موجودیت له امله د ورکیدو له خطر سره مخ دي. که چېرې بېړني اقدامات ترسره نشي وېره شته چې د همېش لپاره یې له لاسه ورکړو.»

اخوا د بدخشان د چاپېریال ساتنې رئیس فیض‌الرحمن ابراهیمي ټینګار کوي چې له نادرو حیواناتو په ځانګړي ډول «حیات وحش» څخه ساتنه یو ملي مسؤلیت دی او هر څوک یې چې په ښکار ونیول شي، قانوني چلند به ورسره وشي.

«که چېرې ښکاریان وپېژندل او ونیول شي، دوسیې به یې محکمې ته واستوي، تر څو قانوني چلند ورسره وشي. هېڅ کس یا ډله حق نه لري چې په دې سیمه کې ښکار وکړي.»

ورته وخت کې د بدخشان د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو امر روح‌الله نوري وايي، واخان د دې ولایت له مهمو اقتصادي سرچینو دی چې د بنیادي پروژو په پلي کولو سره کېدی شي د سیلانیانو تګ راتګ زیات او د سیمې د خلکو ژوند ورسره پیاوړی شي.

«مونږ په واخان کې د نوي کال لپاره کومه پروژه نه لرو خو مخکې کال مو د دوه مېلیونه افغانیو په ارزښت یوه وداني د واخان ملي پارک امریت لپاره جوړه کړه. ځکه هلته سیلانیان ځي، ګرځندویان ځي څو دوي له مشکلاتو سره مخ نه وي.»

واخان د هېواد دویم ملي پارک دی چې دغه سیمه نه یوازې دا چې له اقتصادي اړخه مهمه ده، بلکې د ګرځندویانو د پام وړ هم ګرځیدلې.

باور دا دی چې که واخان کې غیرقانوني ښکار دوام وکړي او مناسبې څارنې ته یې پام ونه‌شي، اندېښنه شته چې خپل اهمیت به له لاسه ورکړي.

غوښتنې دا دي، څو د دې سیمې ساتنې او پالنې ته ملي او نړیوال بنسټونه ځانګړي پاملرنه وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام