کندوز کې یوشمېر ځوانان وايي، د لوړ ولور او د واده د مراسمو د لوړو لګښتونو په څېر د ناسمو دودونو له امله نه‌شي کولای چې واده وکړي.

که څه هم ډېری ځوانان غواړي له خپلې خوښې نجلۍ سره ګډ ژوند پیل کړي؛ خو د لوړو لګښتونو او مالي فشارونو له امله، د کورنۍ جوړولو خوبونه یې نیمګړي پاتې کېږي.

د کندوز اوسېدونکی ۲۶ کلن جمشید چې پنځه کاله وړاندې یې کوژده کړې، وايي، د اقتصادي ستونزو او لوړ ولور له کبله تراوسه نه‌دی بریالی شوی چې واده وکړي او ګډ ژوند پیل کړي.

هغه زیاتوي چې خسرګنۍ یې، ۵۰۰زره افغانۍ ولور اېښی او د دې پیسو د برابرلو لپاره درې ځلې ایران ته تللی؛ خو په وینا یې، هر ځل د ایران حکومت له‌خوا بېرته هېواد ته راګرځول شوی دی.

په دغه موده کې یوازې توانیدلی چې ۱۰۰زره افغانۍ وګټي او خپلې خسرګنۍ ته یې ورکړي.

جمشید اوس غواړي چې د ولور او د واده مراسمو د لګښتونو برابرولو لپاره ترکیې ته لاړ شي، څو هلته په کار کولو سره وکولای شي، د خپل واده مراسم برابر کړي.

نوموړي وویل: «زمستاني مې هم وړې، اوړی هم، نوروزي مې هم وړې او اختری مې هم وړی، که وریط نه‌وړم، دوی وايي چې هېڅ شی نه‌راوړي. د دې دودونو له‌منځه وړو لپاره باید یو څه وشي. د جهیز ورکول باید کم شي، ځکه چې د افغانستان خلک ډېر کمزوری ملت دی. کار نشته خلک د ورځې ۱۰۰ یا ۲۰۰ افغانۍ وګټي او دا د دوی د ورځني ژوند لپاره کافي نه‌دي. بل هیڅ شی نشته.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


کندوز کې یو بل ځوان سمیع‌الله افغان وايي، درې کاله کېږي چې کوژده یې کړې، خو د ژوند دغه پړاو چې باید د واده مراسمو ته یې لاره هواره کړې وای، پر ځای یې ستونزې او خنډونه رامنځته کړي.

هغه زیاتوي چې لوړ ولور، د کورنیو غوښتنو، درنو لګښتونو او ټولنیزو توقعاتو یې د ګډ ژوند پیل پر وړاندې لوی خنډونه جوړ کړی دی.

نوموړي وویل: «زه هغوی ته وایم چې دوی باید هڅه وکړي؛ کله چې دوی خپل اولادونو ته کوژده کوي، نو غوره کار دا دی چې جهیز کم کړي. هر څومره چې ټیټ وي، د دوی ژوند به ډېر اوږد وي. دا اړینه نده چې له دوی څخه یو میلیون افغانۍ واخلئ او دوی مجبور کړئ چې کار وکړي او بیا ووایي چې تاسو باید لس لکه راوړئ. کله چې دوی واده وکړ، د دوی له واده څخه درې ورځې وروسته، پور اخیستونکی د دوی کور ته راځي.»

د کندوز یو بل اوسېدونکی روح‌الله شریفي وايي چې د واده او له واده مخکې مراسمو لوړ لګښت لامل شوی چې ان ونشي کولی کوژده وکړي. هغه چې ۳۵کاله عمر لري زیاتوي، په ځلونو یې د واده کولو لپاره ریبارۍ ته تللی، خو هر ځل د مالي ستونزو له امله نه‌دی توانیدلی چې کوژده وکړي.

هغه وویل: «زه اوس هڅه کوم چې ځانته کوژده وکړم، خو زه وېرېږم چې د جهېز پیسې به ونه‌شم پیدا. په دې شرایطو کې افغانستان کې کار نشته او د نجلۍ پلار غوښتنه کوي چې ۱۰۰،۰۰۰ افغانۍ ولور راکړه، ۱۰۰،۰۰۰ جهېز، سره زر او د واده ډېر لګښتونه په افغانستان کې ډېر ستونزمن دي. اختر، نوروزي او ژمنۍ خو پرېږده، دا ځوانان یې له کومه کړي.»

د کندوز ترڅنګ، نورو ولایتونو کې هم ډېری ځوانان د ناوړه دودونو له امله نه‌شي کولی په اسانۍ سره واده وکړي او د خپل ژوند یو نوی فصل پیل کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام