د وروستیو میاشتو پرمهال په نړیوالو بازارونو کې د سرو زرو بیو لوړېدو سره په هېواد دننه یې، پر یوشمېر کورنیو منفي اغېز کړی او له ستونزو سره یې مخ کړي دي.

یوشمېر هغه کورنۍ چې د خپلو اولادونو د واده لپاره پر چمتووالي بوخت دي، سلام‌وطندار ته وايي چې د سرو زرو بیو لوړېدو دوی تر سخت فشار لاندې راوستې دي.

د دوی په وینا، له یوې خوا په وادونو کې ناسم دودونه او له بل لوري د سرو زرو د بیو لوړېدو دوی لاس تر زنې کېښنولي دي.

بل‌خوا د یادو کورنۍ ځوانان وايي چې د سرو زرو د لوړې بیې او اقتصادي ناتوانۍ له امله اړ شوي دي چې د واده مراسم وځنډوي.

حمیدالله وايي: «شاوخوا دوه کاله کېږي چې کوژدن شوی یم، خو د طلا د لوړ قیمت له امله یې واده نه دی شوی. مخکې د طلا نرخ مناسب و، خو اوس د کورنیو غوښتنه ډېره زیاته شوې او د دوی عاید یې پوره کول ستونزمن کړي دي. دا مالي فشار د ځوانانو د واده د ځنډ عمده لامل دی.»

په ورته مهال شاه‌ګدا وايي: «قیمتونه ډېر لوړ شوي او دا زموږ لپاره لویه ستونزه ده. ما پلان درلود چې په ۵ میاشتو کې واده وکړم، خو اوس له یو کال زیات وخت تېر شوی او توان نه لرم واده وکړم. خلک وایي چې که طلا ونه لرې، واده نشي کولی؛ دا د دود له مخې رواج دی.»

بل‌خوا، یوشمېر هغه کورنۍ چې دې وختونو کې د واده پلانونه لري، وایي، د سرو زرو د لوړې بیې له امله اړ شوي چې د پور په اخیستو، د ټیټ عیار طلا د ناوې لپاره واخلي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


حسیب‌الله، د فاریاب اوسېدونکی دی، وایي: «د نجلۍ د کورنۍ د غوښتنې له امله طلا مې اخیسته. ۱۴ عیاره مې واخیسته او کورنۍ ته مې وړاندیز وکړ، خو هغوی ونه‌منله او ویل یې چې باید ۱۸ عیار وي. ټول یې په پور اخیستې، خو اوس د طلا بیې ډېرې لوړې شوې دي. دا ناپسند دودونه سبب شوي چې کورنۍ په واده کې د طلا ټینګار وکړي..»

همداراز، د فاریاب یوشمېر زرګران وایي چې د پخوا په پرتله د سرو زرو د بیو لوړوالي له امله د دوی پېرېدونکي کم شوي او ډېری هغه کورنۍ چې د واده مراسم لري، د ټیټ عیار طلا په اخیستو بسنه کوي. احمد خالد چې یو زرګر دی، وایي، دا ورځې د خلکو له لوري د سرو زرو پلور د پېر په پرتله ډېر شوی دی.

هغه وویل: «دا ورځې په تحول کې دي او هره ورځ بدلېږي روان دي؛ د زرګر په پرتله د خلکو خرڅلاو ډېر دی، اخیستل نشته، ځکه بیه لوړه ده.»

ټولن‌پوهان په داسې شرایطو کې د کورنیو او جوړو ترمنځ د تفاهم او یو بل وضیعت درک کولو غوښتنه کوي.

ټولن‌پوه شعیب احمدي وایي: «په یوې موضوع پورې نښتل، اړیکې له‌منځه وړي او دا چې څنګه کورنۍ یوې هوکړې ته رسېږي، باید په دې خبرې وشي او هوکړې ته ورسېږي.»

دامهال د سرو زرو د هر اونس بیه په نړیوالو بازارونو کې نږدې ۵۶۰۰ ډالرو ته رسېدلې ده. بل‌خوا، د هر ګرام سرو زرو بیه هم دا ورځې د تېر میلادي کال د همدې مودې په پرتله تر ۸۳سلنه ډېره لوړه شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام