Asset 1SWN

هبت‌الله اخوندزاده خلکو ته: خپلو خویندو او میندو ته د هغوی شرعي حقونه ورکړئ

18c4cf27-4dce-41a5-ab69-c29450d5e1c8

د کندهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د ا.ا مشر هبت‌الله اخوندزاده نن (د غبرګولي ۲۸مه، د دوشنبې ورځ) د دغه ولایت په عیدګاه جومات کې د اختر لمانځه د امامت تر څنګ، خلکو ته وینا کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خبرپاڼې له مخې، نوموړي د خپلې وینا پر مهال د ښځو پر حقونو د ټینګار تر څنګ، له خلکو غوښتي چې خپلو خویندو او میندو ته د هغوی شرعي حقونه ورکړي.

هغه دغه راز د ا.ا چارواکو او خلکو ته سپارښتنه کړې چې د دیني عالمانو «نصیحتونو» ته غوږ ونیسي او عمل پرې وکړي.

د ا.ا ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد هم پر خپل اېکس لیکلي چې د ا.ا مشر هبت‌الله اخوندزاده د کندهار په عیدګاه جومات کې د زرګونو کسانو د لوی اختر لمانځه امامت کړی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هبت‌الله اخوندزاده داسې مهال ښځو ته د هغوی د حقونو پر ورکړې ټينګار کوي چې نه یوازې څه باندې ۱۰۰۰ ورځې کېږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو بې‌برخې شوي، بلکې واک ته د ا.ا له رسېدو سره سم له ښځو څخه په دولتي او نادولتي ادارو کې د کار کولو او پوهنتون ته له تګ څخه هم را ګرځول شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام