غزني کې د نسايي-ولادي برخې یوشمېر روغتیاپالان د اومېندوارۍ پرمهال د تلوېزیوني معایناتو پر اهمیت د ټينګار ترڅنګ وايي چې دغه معاینات د مور او ماشوم روغتیا لپاره اړین دي.
د نسايي-ولادي برخې ډاکټر محمدعاطف نوري سلاموطندار ته وايي چې د اومېندوارۍ پرمهال یوه مېرمنه باید له درې تر پنځه ځلې تلوېزیوني معاینات وکړي.
نوموړي وویل: «د اومېندوارۍ له لومړۍ تر پایه اړتیا ده چې له درې تر پنځلې معاینات وشي. لومړی باید د جنین تثبیت لپاره د چې رحم کې حمل شته، نورمال دی که له رحم بهر دی. دویم: د نورمال لپاره، درېیم د جنین ودې او نورمال څخه د ډاډمنتیا لپاره او دا چې د زېږون وخت وټاکو چې کله یې وخت دی.»
غزني کې یو بل ډاکټر محمداشرف صاحبزاده وايي چې دغه معاینات هېڅ ډول زیان نهلري او د مېرمنې او ماشومان روغتیا لپاره اړین بلل کېږي.
صاحبزاده وویل: «ټلوېزیوني معایناتو ته الټراساؤنډ ویل کېږي. الټراساؤنډ څپې، هغه څپې چې خارجیږي، هغه کرسټالونه چې په خپل جوړښت کې لري، په دې ماشینونو کې د ۲۰ MHz څخه لوړ څپې تولیدوي. له همدې امله، دا معاینات زموږ او تاسو ته هېڅ ډول زیان نهلري. په طب کې هېڅ شی، سل په سل کې نشته او ښايي نسبي زیان ولري. د امېندوارۍ په جریان کې، دا باید لږترلږه درې ځله ترسره شي: د لومړۍ درې میاشتنۍ په پیل کې، د دویمې درې میاشتنۍ په پیل کې او د درېیمې درې میاشتنۍ په پیل کې؛ البته، هر څه کې چې افراط وشي، زیان لري.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال کریمه چې د غزني مرکز ته د تلوېزیوني معاینې لپاره راغلې، وايي، تلوېزیوني معاینات د نوموړې او نورو مېرمنو لپاره اړین دي او په وینا یې، د پخوا په پرتله اوس د یادو معایناتو لپاره د خلکو عامه پوهاوی لوړ شوی دی.
هغې وویل: «ټلوېزیوني معاینات ډېر ښه دي. پخوا خلک د دې په اړه ډېر نه پوهېدل. اوس خلک ډېر پوه شوي؛ خلک د ټلویزیوني معاینات کوي، خو شاوخوا اسانتیاوې کمې دي. د ماشوم جنس هم ټاکل کېږي، او که کومه ستونزه وي، نو تاسو پوهېږئ، دوی باید تلویزیوني معاینات وکړي او د ډاکټر مشور واخلي.»
لطیفه بیا وايي چې د تلوېزیوني معایناتو په مرسته یې، د ماشومان ناروغي تشخیص او د درملو په مرسته ښه شوی دی.
نوموړې وویل: «د اومېندوارۍ پرمهال مې د دویم ماشومان پر سر تلوېزیوني معاینه وکړه او داکتر وویل چې کمزوری دی، درمل یې هم راکړل، یوه میاشت وروسته بیا ورغلم، لږ ښه و، که تلوېزیوني معاینه مې نهوای کړې، امکان یې و چې خوارځواکۍ پیدا شوی وای او تل تلوېزیوني معاینات کوم.»
د یادونې وړ ده چې په لرو پرتو سیمو کې د معیاري روغتیايي امکاناتو نشتوالي ګڼشمېر مېرمنې اړ کړي چې د تلوېزیوني معایناتو لپاره د ولایت مرکز ته راشي او یا هم د بېوزلي له امله د اومېندوارۍ پرمهال تلوېزیوني معاینات ونهکړي.


