د لوګر د بدنې روزنې او ورزش امریت له لوري په مرکز پلعلم ښار کې د ۱۰ غوره لوبډلو ترمنځ د فوتسال سیالي د «پېروزي» لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.
د دغه ولایت د بدنې روزنې او ورزش امریت امر انجینیر مزمل نعیمزي سلاموطندار ته وویل، دغه سیالي د فوتسال عمومي فدراسیون کمېټې له لوري پیل شوې چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.
نعیم زي زیاته کړه په یادو سیالیو کې د ولایت په کچه د فوتسال ۱۰ غوره لوبډلو ګډون کړی وو چې لومړی مقام «پيروزي لوبډلې» دویم مقام «سنګشکن» لوبډلې خپل کړ.
هغه همدارنګه زیاتوي، «د فوتسال دغه سیالۍ د فوتسال فدراسیون له لوري پيل شوې وې چې موخه یې فوتسال لوبې ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ ښې اړیکې رامنځته کول او د غوره لوبغاړو په نښه کول وو.»
نوموړي دغهراز زیاته کړه، په پام کې ده چې د فوتسال سیالي ته د ودې ورکولو په موخه ورته سیالي بیا هم جوړې شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا د فوټسال سیالیو یوه لوبغاړي عبدالهادي سلاموطندار ته وویل، خوښ دی چې د ولایت په کچه د لس غوره لوبډلو ترمنځ د فوتسال رسمي سیالۍ ترسره شوې.
نوموړي ټینګار کوي چې د فوټسال عمومي کمېټې ته پکار ده چې په لوګر ولایت کې د فوټسال ورزش ته د ودې ورکولو ترڅنګ ورزشکارانو ته د ورزش برخه کې د ظرفیت لوړولو پروګرامونه جوړ کړي.
هېره دې نه وي چې تېره اونۍ هم د لوګر ولایت بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ۳۰ غوره لوبډلو ترمنځ د ولایت په کچه د والېبال سیالۍ ترسره شوې.