د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د برازیل څلوراړخیزو سیالیو کې خپله دویمه لوبه کې کوربه او د نړۍ اتلې لوبډلې ته ۱ـ۴ ماته وخوړه.
دغه سیالي د افغانستان په وخت نن (شنبه، ۱۸ کب) سهار ۴:۰۰ بجې ترسره شوه.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
لومړۍ نیمايي دوه صفر د برازیل په ګټه پایته ورسېده. په دویمه نیمايي کې افغانستان دوه نور ګولونه وخوړل، خو د لوبې په وروستیو ثانیو کې امید قنبري یو ګول جبران کړ او لوبه ۴ـ۱ پایته ورسېده.
د افغانستان فوټسال لوبډلې خپله لومړۍ لوبه کې ګرینلنډ لوبډلې ته ۵ پر ۴ ماته ورکړې وه.
ټاکل شوې د افغانستان لوبډله نن مازیګر خپله درېیمه لوبه کې ایران سره مخ شي.



