د ولسي جرګې د مالیې او بوديجې کمېسیون رييس میرافغان صاپی وایي، له حکومت سره د ښوونکيو، ټیټ پوړو چارواکيو او دولتي اجیرانو د معاشونو پر ډېرېدو هوکړې ته رسېدلي دي.
د هغې هوکړې له مخې چې نن د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمیسیون د غړيو او د مالیې وزارت مرستيال او د ياد وزارت د ملي بودیجې رييس ترمنځ شوې، د ۱۴۰۰ کال د حمل مياشتې له پيله به د ښوونکيو، ټیټ پوړو چارواکيو او دولتي اجیرانو معاشونو کې ۲زره افغانۍ زياتوالی راشي.
ميرافغان ساپي نن پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې د ښوونکيو، ټیټ پوړو دولتي کارکوونکيو او اجیرانو د معاشونو زیاتوالی د بودیجې تصویب کې یو ګام دی.
دوه ورځې وړاندې د مالیې سرپرست وزیر محمد خالد پاينده هم ويلي چې د افغانستان حکومت ژمن دی چې د ښوونکيو او ټیټ پوړيو ملکي کارکوونکيو د معاشونو د زیاتوالي لپاره د ولسمشر، مرستیالانو، کابینې غړيو او نورو مصارف کم کړي.
له بلې خوا د ولسي جرګې د نن ورځې غونډه کې د ۱۴۰۰ مالي کال پر بوديجې له دې کبله بحث ونه شو چې نصاب بشپړ نه و.
د يادولو ده چې دوه اوونۍ وړاندې د بودیجې درېيمه مسوده ولسي جرګې ته ولېږل شوه.