د میز تر شا ناسته ده او په څېره‌ یې د کمپیوټر د سکرین رڼا ښکاري؛ د خونې چوپتیا پر کیبورد د هغې د ګوتو کېکاږلو په غږ سره ماتیږي؛ هغه په یوه ګرافیکي ډیزاین کار کوي.

په داسې وخت کې چې ډیرې نجونې ونه توانېدې له محدودیتونو سره مبارزه وکړي، هغې وکولی شول چې له ښوونځي تر فراغت وروسته، د خپل پرمختګ لپاره لاره هواره کړي.

د کاپیسا اوسېدونکې ناز رحیمي، له ښوونځي تر فراغت وروسته د شته محدودیتونو له امله ونه‌توانېده چې پوهنتون ته لاړه شي، د ګرافیک ډیزاین په برخه کې یې د انلاین زده‌کړو پروګرامونه تعقیب کړ او په دې توګه یې ځان ته یوه دنده وموندله.

اغلې رحیمي درې کاله وړاندې د انلاین روزنیزو پروګرامونو او وړیا سرچینو په استفادې د ګرافیک ډیزاین زده‌کړه پیل کړه.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


« په ۲۰۲۱ کال کې مې د ګرافیک ډیزاین زده‌کړه پیل کړه او تر ۲۰۲۳ پورې مې درسونو ته دوام ورکړ. په یوټیوب کې مې هم کتلې او د شپې له‌خوا مې ځان سره تمرین کاوه، ترڅو زر زده‌ یې کړم.»

ناز رحیمي د فوټوشاپ، ایلاسټریټور او افټر افکټ په څېر سافټویرونو زده‌‌کولو سره، د ګرافیک ډیزاین تخنیکي مهارتونه زده‌کړل او دامهال په مسلکي ډول د محصولاتو، روغتونونو او رسټورانټونو د لوګو او بصري هویت ډیزاین په برخه کې کار کوي.

« په بېلابېلو پروژو مې کار کړی چې په‌کې د کابل ځینې رسټورانټونه، شفاخانې او ښوونځي شاملیږي. په عمومي ډول مې پر بېلابېلو پروژو کار کړی.»

اغلې رحیمي له ماشومتوبه د ډیجیټل ډیزاین سره علاقه درلوده او اوس توانیدلې چې له همدې لارې عاید هم ترلاسه کړي؛ هغه عاید چې نه یوازې د هغې د کورنۍ ځینې اړتیاوې پوره کوي؛ بلکې دې ته یې زمینه برابره کړې چې ځان‌بسیاینې ته ورسیږي.

«زما میاشتنی عاید شاوخوا دېرش تر څلوېښت زره افغانیو پورې دی چې کله زیاتېږي او کله هم کمېږي او دا د خلکو غوښتنو پورې اړه لري چې څومره کار غواړي.»

ناز رحیمي هڅه کوي چې نه یوازې ځان لپاره روښانه راتلونکې جوړه کړي؛ بلکې په خپل شخصي یوټیوب چینل کې نورو نجونو او هغو کسانو ته چې ګرافیک ډیزاین سره علاقه لري هم زده‌کړې ورکړي.

« زما ډېری فالورانو له ما غوښتنه کړې چې ګرافیک موږ ته هم زده‌کړه. ډېرو یې له ما وغوښتل چې یو کورس جوړ کړم، خو زه دومره بودیجه نه‌لرم چې کورس جوړ کړم؛ خو زه به یې په خپل یوټیوب چینل کې وړیا وړاندې کړم ترڅو تاسو یې په اسانۍ سره زده‌کړئ.»

د هغې په وینا، د ژوند ننګونو او محدودیتونو ته نه تسلیمېدل او د خپلو هیلو د ترلاسه کولو لپاره دوام ورکول د پرمختګ لاره هواروي.

«هرڅوک مایوسه کیږي، پر ما هم داسې وختونه راغلي چې مایوسه او تسلیم شوی یم؛ خو یوازې د څو ورځو لپاره مې کار نه‌دی کړی او دې پایلې ته رسېدلې یم چې هېڅکله باید تسلیم نشو او باید خپلو هیلو ته ورسیږو.»

اغلې رحیمي هره ورځ په نویو پروژو او ډیزاینونو تمرین او کار ته دوام ورکوي او هیله لري چې یوه ورځ به یې ډیزاینونه په ټول ښار کې وویني.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام