د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت «العربیه» رسنۍ ته ویلي چې فلسطین د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره د پاریس پر پریکنده ملاتړ ټینګار کړی دی.
وزارت ویلي، د غزې سیمه باید په راتلونکي کې د یوه خپلواک او واحد فلسطیني دولت په چوکاټ کې د فلسطین د خپلواکې ادارې له لوري اداره شي.
دغه وزارت همدارنګه د دې موضوع د نړيوالې ادارې لهخوا د مدیریت غوښتنه هم کړې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویاند، پاسکال کنفاورو، د اسراییلو له لوري د لوېدیځې غاړې په سیمه کې د نوو هستوګنځایونو جوړول په کلکه وغندل او دا یې د سولې او د دوه دولتونو د حل پر لاره یو جدي خنډ وباله.
نوموړي وویل، دغه ډول اقدامات د نړيوال قانون او د ملګروملتونو د امنیت شورا د پرېکړه ليکونو څرګنده سرغړونه ده.


