د قطر په کوربهتوب د فوټبال نړیوال جام له ګروپ، ۱۶ غوره لوبډلو، کوارټرفاینل او نیمه پایلوبو وروسته نن شپه فرانسه او ارجنټاین لوبډله د یاد جام ګټلو لپاره سیالي کوي.
ټاکل شوې چې دغه لوبه نن شپه ۷:۳۰ بجې د قطر په لوسالي لوبغالي کې ترسره شي.
ارجنټاین لوبډله چې د فوټبال نړۍ وتلی ستوری لیونل مسي هم پهکې لوبېږي، د لومړۍ لوبډلې په توګه یې د روان نړیوال جام پایلوبې ته لاره پیدا کړه.
ارجنټاین لوبډلې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې کرواشیا لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پایلوبو ته ووتله. بلخوا فرانسه چې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال نړیوال جام اتله ده، نن شپه به هڅه کوي چې له خپلې اتلولۍ دفاع وکړي.
فرانسې لوبډلې په نیمه پایلوبه کې مراکش لوبډلې ته ماته ورکړه او پای لوبه کې د ارجنټاین سیاله شوه.
دواړو لوبډلو له دې وړاندې دوه دوه ځلې د فوټبال نړیوال جامونه ګټلي دي. ارجنټاین په ۱۹۷۸ او ۱۹۸۶ کلونو کې د فوټبال نړیوال جام ګټلی دی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
بلخوا د فرانسې لوبډلې بیا په ۱۹۹۸ او ۲۰۱۸ کال کې د فوټبال نړیوال جام اتله پاتې شوې ده. د فوټبال نړیوال جام سیالۍ د لومړي ځل لپاره په ۱۹۳۰ کال کې ترسره شوې چې اتلولي یې یوروګوای لوبډلې وګټله.
برازیل هغه لوبډله ده چې تراوسه یې پنځه ځلې د فوټبال نړیوال جام اتلولي خپله کړې، اېټالیا او جرمني څلور- څلور ځلې، یوروګوای دوه، انګلستان او اسپانیا به د فوټبال نړیوال جام یو ځل اتل پاتې شوې دي.