د بګرام هوايي اډې بېرته ترلاسه کولو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پرلهپسې څرګندونو وروسته، د روسیې، چین، ایران او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو یوه ګډه بیانیه کې ویلي، افغانستان ته د امریکا بیرته ستنېدل به سیمه کې بېنظمیو ته لاره هواره کړي.
د روسیې، چین، ایران او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو د ملګرو ملتونو د ۸۰مې عمومي غونډې په ترڅ کې د یوې ګډې بیانیې په خپرولو سره، افغانستان کې د امریکا له پوځي حضور سره مخالفت کړی او دغه ګام یې د سیمې امنیت لپاره ګواښ بللی دی.
د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند ګوو جياکان یوې غونډې ته وویل، دغه بیانیه د افغانستان حاکمیت او خپلواکۍ ته د ګاونډیو هېوادونو د درناوي او د دغه هېواد د ثبات او بیارغونې سره د مرستې لپاره د نړیوالې ټولنې د ارادې ښکارندويي کوي.
هغه وویل: «د سپټمبر په ۲۵مه، د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې، د چین، ایران، پاکستان او روسیې د بهرنیو چارو وزارتونو یوه ناسته د افغانستان په اړه ترسره کړه. یادو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې په کلکه له هغو هېوادونو سره مخالفت څرګند کړی چې د افغانستان د اوسني وضعیت مسؤلیت پر غاړه لري او دا یې د سیمې د سولې او ثبات پر ضد بللی دی.»
اسلامي امارت هم د روسیې، چین، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو له دغې ګډې بیانیې هرکلی کړی او هغه یې واقعبینانه بللې.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وویل: «موږ د هغو هېوادونو مثبت څرګندونو هرکلی کوو چې د افغانستان د سولې او ثبات ملاتړ یې کړی دی؛ دغه لیدلوری د افغانستان په اړه یو واقعبینانه نظر دی. د افغانستان پالیسي له ټولو هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړي او دا اړیکې پر متقابل باور ولاړې دي.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اونۍ دوه ځلې وویل چې غواړي د بګرام هوايي اډه بیرته ونیسي. هغه زیاته کړه چې که دغه اډه امریکا ته ور نه کړل شي، د افغانستان لپاره به بدې پایلې ولري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د چارو شنونکي په دې باور دي چې افغانستان ته د امریکا بیرته راستنېدو څخه موخه له تروریزم سره مبارزه نه، بلکې د چین، روسیې او ایران کنټرولولو لپاره هڅه ده.
سیاسي شنونکو اکرم عارفي او برنا صالحي وویل، د سیمې هېوادونه افغانستان ته د امریکا ستنېدل د خپلو ګټو پر ضد بولي.
اکرم عارفي وویل: «سیمهییز هېوادونه او د امریکا متحدانو هېوادونه د دې سره موافق نه دي چې امریکا بېرته افغانستان ته راستانه شي او بګرام اډه بیا په خپل کنټرول کې واخلي. خو پاکستان دلته دوه اړخیزه نقش لوبوي؛ هم خپله سیمهییزه همکاري ساتي او هم د امریکا سره تبانی کوي. دغه څلور هېوادونه د امریکا د بیرته راتګ پر ضد د خپلو ګټو پر اساس مخالفت کوي.»
برنا صالحي وویل: «هغه خبرې چې ټرمپ ویلي، د امریکا حضور د چین د وسلو او اتومي فعالیتونو د څار لپاره دی، دا څرګندوي چې د چین او امریکا ترمنځ رقابت په افغانستان کې سیمه بېثباته کړې او د چین اندېښنه پر ځای ده. د امریکا حضور د یوې سیمې د هېواد پر ضد دی، نه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه. دا ګواښ کولای شي ایران او روسیه هم اغېزمن کړي. اوس دغه غوښتنې خپل اغېز ښودلی شي او ممکن د پرېکړو په نیولو کې ځنډ رامنځته کړي.»
چین، روسیې، ایران او پاکستان سره له دې چې افغانستان ته د امریکا بیا رستنېدو سره مخالفت کړی، د اسلامي امارت پر وړاندې یې د بندیزونو لرې کولو، د افغانستان د شتمنیو ازادولو او د اسلامي امارت د چارواکو پر سفر د محدودیت لغوه کولو غوښتنه هم کړې ده.


