خوست کې امنیتي مسوولان وايي چې د یاد ولایت اړوند سیمه کې د یوې نجلۍ له اعتراض وروسته د نوموړې د جبري نکاح مخه یې، نیولې ده.
د خوست امنیه قومنداني څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ګربز ولسوالي له جنايي جرمونو سره د مبارزې امریت منسوبینو د دې جبري نکاح مخه نیولې.
د خبرپاڼې له مخې، د نجلۍ د عرضپاڼې پر بنسټ یې، هغه کسان نیولي چې غوښتل يې دغه نجلۍ پرته د نوموړې له خوښې یوه کس ته په زور په نکاح کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپاڼه کې زياته شوې چې امنیتي ځواکونو د نجلۍ پلار، ورور او تره نیولي دي.
په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې مسوولان د مېرمنو شرعي او اسلامي حقوقو ته ژمن دي او هېچاته اجازه نه ورکوي چې د دوی حقوق تر پښو لاندې کړي.