Asset 1SWN

له پاکستانه د افغانانو جبري اېستل؛ رییس‌الوزرا: د هېوادونو په زیان دي

ملا حسن اخند

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، د سرپرست حکومت د رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې غړو افغان کډوال سره د ناوړه چلند او جبري اېستلو په اړه ځانګړې غونډه شوې.

دغه غونډه کې افغان کډوالو سره غیر اسلامي او غیر انساني چلند او د اصولو خلاف په جبري ډول د هغوی اېستل غندل شوي او دغه کړنه یې د ټولو اسلامي او نړیوالو اصولو او د ګاونډیتوب حقوقو خلاف عمل بلل شوی دی.

رییس‌الوزرا همدرانګه د پاکستان له ولس، سیاسي ګوندونو، علماوو او بانفوذه شخصیتونو غوښتنه کړې چې دوی هم په دې اړه خپل اسلامي او د ګاوندیتوب مسئولیت ادا کړي.

د هغه ویلي چې «ټولو ته ښکاره ده چې د افغانستان او پاکستان ولسونو له کلونو راهیسې ښې اړیکې لرلي، موږ غواړو چې دغه دیني تاریخي او فرهنګي اړیکې همداسې دوامداره پاتې شي، ځکه دا دواړو هیوادونو او ولسونو اړتیا او ضرورت دی او دغه ډول ناسمې کړنې د دواړو هیوادونو په زیان دي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په یاده غونډه کې له ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو هم غوښتنه شوې چې د دغه انساني ناورین په مخنیوي او د افغان کډوالو په باعزته توګه را ستنېدو کې خپل مسئولیت ترسره کړي.

همدارنګه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ته دنده سپارل شوې چې د تېر په څېر له خپلو ټولو موجوده امکاناتو استفاده وکړي، ترڅو ژر تر ژره راستونو شوو افغانانو ته اړین تسهیلات، موقت هستوګنځی او خدمات برابر شي.

له پاکستانه د کډوالو اېستلو لپاره د تېرې مارچ میاشتې تر ۳۱مې د ورکړل شوي مهلت له پوره کېدو وروسته، پاکستاني چارواکو د اختر په څلورمه د افغان کډوالو جبري ستنولو لړۍ پیل کړه.

د اسلامي امارت د مسوولانو په وینا، د اختر له ۴مې ورځې را په‌دې خوا، زرګونه کورنۍ په جبري ډول هېواد ته راګرځول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام