د پنجاب د صوبایي بېړني حالت د مدیریت رییس عرفان علي کټیا وايي چې د سختو سېلابونو له امله لږترلږه ۳۳ کسان مړه شوي او دوه میلیونه نور خلک اغېزمن شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د پنجاب درې لویو سیندونو ستلج، راوي، او چناب د اوبو کچې لوړېدو سره مخ دي او د ژغورنې او مرستندویه عملیات روان دي.

کټیا د رسنیو سره په خبرو کې وویل: «اوسنی وضعیت ډېر نازک دی، ټول درې لوی سیندونه لوړ سیلابي جریانونه لري.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د هغه په وینا، د سیلابونو له امله ۲۲۰۰ کلي اوبو لاندې راغلي او ۷۵۰زره خلک د اغېزمنو سیمو څخه ایستل شوي دي.

په پاکستان کې د سېلابونو د بې‌ساري حالت له امله اندېښنې راپورته کړي چې هند د اندس د اوبو تړون ته غاړه نه‌ده ایښې او پر وخت د سېلاب خبرداریو نه ورکولو تورونه ورباندې لګول شوي.

د ټریمو بند اوبه په یو ورځ کې له ۱۰۰زره څخه زیاتو کُسیکس زیات شوي، اوس ۳۶۱،۶۳۳ کُسیکس ته رسېدلی ذی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام