په لومړي ځل د پکتيا زرمت ولسوالي کې د «روسي ښکېلاک د غازي مجاهدينو تر سرليک» لاندې د ۶۰ کسانو ترمنځ د پخوانيو توپکو په وسيله د نښې ويشتلو سيالي جوړې شوې.

يادې سيالي د نښې ويشتلو دود را ژوندي‌کېدو په موخه د پاخه عمرلرونکو کسانو ترمنځ وشوې.

د سياليو تنظيموونکي محمود وطن سلام‌وطندار ته وويل چې د نښې ويشتلو د دود را ژوندي کېدو په پار په لومړي ځل يې د پاخه عمر لرونکو کسانو ترمنځ د پخوانيو توپکو په وسيله د نښې ويشتلو سيالۍ جوړې کړې.

هغه زياته کړه:«د نښې ويشتلو سياليو موخه پخواني دود تازه کول دي پخوا به زموږ مشرانو د خوښيو په مراسمو کې نښې ويشتلې دې دود تازه کول دي. بله موخه خلکو ترمينځ د اتفاق او يوالي رامينځته کول او خلکو ته خوښي ورکول.»

د يادو سياليو په پای مراسمو کې د اوبو او انرژي وزارت وزير عبدالطيف منصور وويل چې د نښې ويشتل د پکتيا د خلکو يو تر ټولو پخوانی دود دی.

نوموړي وويل:«دا سيالي چې وې له يو طرفه شرعي کار دی او بل اړخه زموږ او تاسو عنعنات هم دي.دغه سيالي چې وې په دې کې د روسانو په وړاندې مجاهدينو ګډون کړی و.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د يادو سياليو يوشمېر ګډون والو هم خوښي څرګنده کړه چې په لومړي ځل ورته د توپکو په وسيله د نښې ويشتلو سيالی جوړې شوې وې.

يوه نښه‌ويشتونکي سخي وويل چې پخوا به بېلابېلو ښاديو مراسمو کې مشرانو او ځوانانو د توپک په وسيله نښې ويشتلې.

هغه وويل اوس وخت کې ياد تاريخي دود له مينځه تللی او له ډېر وخت وروسته يې د نښې ويشتلو سياليو کې ګډون وکړ.

د نښې ويشتلو د سيالي يو بل ګډون‌وال انارګل هم وويل چې د نښې ويشتلو سيالي ترڅنګ ځينې نور دودونه لکه د تورو په وسيله سيالی، نيزا بازي او ځينې نورې تاريخي سيالی له مينځه تللې دي چې بايد را تازه کېدو لپاره يې کار وشي.

د يادونې وړ ده چې د توپکو په وسيله نښې ويشتلو سيالی په لومړي ځل په زرمت ولسوالي کې ترسره شوې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام