د سرپرست حکومت تر واکمنۍ لاندې سږکال د درېیم ځل لپاره هېواد کې د کانکور عمومي ازموینه واخیستل شوه. دا دویم پرله‌پسې کال دی چې د افغان نجونو له ګډون پرته د کانکور ازموینه اخیستل کېږي.

د سلام‌وطندار موندنې ښيي چې هېواد کې له سیاسي تحولاتو وروسته او د ښځو پر زده‌کړو له محدودیتونو سره سره کانکور ازموینه کې د هلکانو ګډون کم شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سلام‌وطندار د موندنو له مخې، د ۱۳۹۹کال پرمهال د کانکور ازموینه کې ۲۴۰زره کسانو ګډون کړی وو چې نږدې ۱۶۰زره یې، هلکان وو. دغه شمېر بیا ۱۴۰۰کال کې ۱۸۰زره کسانو، ۱۴۰۱کال کې ۱۲۵زره کسانو او ۱۴۰۲کال کې بیا ۸۵زره کسانو ته رسېږي.

کابل کې د کانکور امادګي ښوونکي وايي چې کانکور ته له دولسم ټولګیو فارغو زده‌کوونکو لېوالتیا کمه شوې او په وینا یې، د کانکور ازموینې ګډونوالو کمښت ترڅنګ ښوونیزو مرکزونو کې هم د کانکور امادګي زده‌کوونکو شمېر خورا کم شوی دی.

د رووفي ښوونیز مرکز د کانکور امادګي ښوونکی واجد رادفر سلام‌وطندار ته وايي: «که د جمهوریت له وروستۍ دورې سره یې، پرتله کړو،‎ ۱۳۹۹کال و، وروستی شمېر یې، ۲۴۰زره کسان وو چې ۲۴۰زره کسانو کې ۸۵ تر ۹۰زره یې، نجونې وې. راځئ دا شمېر منفي کړو او یا هم نجونې ۱۰۰زره څخه په پام کې ونیسوو، نږدې ۱۴۰زره هلکان او که له دې هم پورته وګڼو، نیمايي شوي دي.»

رادفر د کانکور امادګي ټولګیو کې د زده‌کوونکو شمېر په اړه داسې وايي: «جمهوریت کې مو د امادګي ټولګیو کې ۴۲۰ کسان درلودل، په داسې حال کې چې اوس مو ټولګیو کې ۱۷۰ تر ۱۸۰ کسان او دا په دې معنی چې کانکور ته د لېوالتیا کچه صفر شوې.»

د کانکور د سیالانو ترمنځ سیالي یو اصول دی چې هر کال د سیالیو د ګډون کوونکو ترمنځ شتون لري؛ خو د دې دورې د ازموینې ګډونوال د سیالۍ د نشتوالي خبره کوي.

مدثر چې په کابل کې د کانکور ازموینې یو ګډونوال دی، وايي: «بې له شکه چې د جمهوریت دورې ته په پام سره، اوس د زده‌کړو انګېزه کمه شوې او هغه سیالي چې پخوا وه، اوس نشته.»

په کابل کې د کانکور يو بل ګډونوال، عبدالهادي هم وايي: «د سږني کانکور ګډونوال لږ وو او بايد ووايم چې د تېرو کلونو په پرتله ډېره سيالي نه‌وه؛ داسې سیالي نه وه لکه سږکال چې باید شوې وای. موږ تمه درلوده چې دا به یوه سیالي وي چې هرڅوک به هڅه وکړي، خو داسې سیالي نه وه.»

د پوهنې یو کارپوه جمال‌الدین سلیماني د کانکور ازموینه کې د ګډون‌‌کوونکو شمېر کمښت اړوند عواملو په اړه وايي: «د زده‌کړو کمښت ډېر لاملونه لري، یو د کار نشتوالي مسله ده او دویمه دا چې په افغانستان کې د تخصص مسله، له بده مرغه تړل شوي او ځوانان په دفترونو کې ځان نه‌ویني او له همدې امله پر زده‌کړو کې کموالی راغلی دی. ټولنیز-سیاسي وضعیت پخپله یو نازک حالت دی او هیڅوک نشي کولی خپل راتلونکی په کې وویني. له همدې امله موږ په تعلیم کې کموالی لرو.»

دغه کارپوه د کانکور ګډونوالو کمښت پایلو له امله اندېښمن دی او وايي چې لوړو زده‌کړو سره د ځوانانو د لېوالتیا کچې ټیټېدل به ناوړې پایلې ولري. «تاسو ووینئ چې له ۱۳۹۹کال راهیسې په لوړ شمېر سره د کانکور ازموینې ګډونوالو کې کمښت راغلی او دا یو ناورین دی، که وضعیت همداسې دوام وکړي، له بده‌مرغه به موږ په لوړ شمېر د کډوالو څپې ووینو او د جرمونه به زیات شي. بل‌خوا هغه ډلې چې جګړې غواړې او غواړي چې د افغانستان مسله د جګړې له لارې حل شي، د سرتېرو جذب لپاره به ورته زمینه برابره کړي.»

افغانستان کې د سرپرست حکومت د واکمنۍ درېیم کال دی او دا دویم ځل دی چې د ښځو او نجونو له ګډون پرته د کانکور ازموینه اخیستل کېږي. د اوسني حکومت په لومړي کال نجونو په محدوده توګه کانکور کې ګډون وکړ.

سانیا چې د کانکور او زده‌کو له بهیر راګرځول شوې، سلام‌وطندار ته وویل: «نږدې درې کاله کېږي چې ښوونځي ته نه‌ځم. ډېره لېواله وم چې د نورو نجونو په څېر کانکور ازموینه کې ګډون وکړم، ډاکټره شم، خو له بده‌مرغه چې د امارت په راتلو سره ښوونځي وتړل شو او ډېره خپه یم.»

عفت هم چې له زده‌کړو پاتې، وویل: «ډېره هیله مې لرله چې ازموینه ورکړم او پوهنتون ته لاړه شم، ډېره ناهیلې کېږم، کله چې د کانکور پایلې اعلانېږي او هلکان کامیابېږي. که څه هم دوی ته خوښه یم، ځان او نورو نجونو ته زړه خورم چې موږ نشو کولای ازموینه ورکړو.»

که څه هم کانکور ازموینه کې د ګډونو شمېر کم شوی، خو د تېرو کلونو په پرتله د کانکور ازموینې نمرې لوړې شوې دي.

د معلوماتو له مخې، په ۱۳۹۹کال کې د کانکور ازموینې لوړه نمره ۳۵۳ وې چې د شمسیې په نوم یوې نجلۍ ترلاسه کړې وې.

همداراز ۱۴۰۰کال کې لوړې نمرې ۳۵۲ وې چې د سلګۍ په نوم نجلۍ ترلاسه کړې وې، خو سږکال بیا تر ټر لوړې نمرې ۳۵۹.۶۱ دي چې د اتل خان په نوم یوه کس ترلاسه کړې.

د یوشمېر ښوونیزو بنسټونو مسوولان او استادان د نمرو د زیاتوالي لامل د ازموینو په پوښتنو کې بدلونونه ګڼي او وايي چې د ازموینو ملي ادارې د شرایطو په درک کولو سره پوښتنې “ساده او اسانه” کړي دي.

د یوه ښوونیز مرکز استاد واجد رادفر وویل: «دا چې ولې نمرې لوړې شوي، دلیل یې دا دی چې پوښتنې اسانه شوي او سبک یې بدل شوی، د تېروکلونو په پرتله. پخوا پوښتنې ستونزمن او رقابتي وې، وروستیو کلونو کې داسې نه‌دي، ځکه د ازموینو ملي ادارې هم درک کړې چې له یوې خوا لېوالتیا کمه ده او بل‌خوا ځوانان چې ستونزې لري، پوښتنې یې بدلې او اسانې کړي.»

د ازموینو ملي ادارې مسوولان بیا کانکور ازموینه کې د روڼتیا ډاډ ورکوي او وايي چې ډېری ګډونوالو لوړو او نیمه لوړو زده‌کړو ته بریالي شوې دي.

د یادې ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني د ۱۴۰۳کال ازموینو پایلو اعلان مراسمو کې وویل چې د کانکور بهیر د خلکو امانت دی. «

«سږکال په ازموینه کې د ګډون کوونکو شمېر ښه شوی او پروسه شفافه وه. ۴۱ زره ۲۹۳ کسانو لوړو زده‌کړو ته او ۲۱۴۴ کسانو نیمه لوړو زده‌کړو ته لاره پیدا کړې. ۱۳۰۱ کسانو دیني مدرسمو ته لاره پیدا کړې، ۲۴۳۹ کسان واجد د شرایط  او ۱۷زره ۷۲۱ کسان بې نتیجې پاتې شوي دي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ۱۴۰۳کال کانکور ازموینه کې د نجونو له ګډون پرته ۸۷زره هلکانو ګډون کړی وو چې د تېرو کالونو پرمهال دې ازموینه کې د هلکانو ګډون څه باندې ۱۵۰زره کسان وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام