Asset 1SWN

فصیح‌الدین فطرت: افغانستان نور د هېچا فرمایش نه مني

Asad-28-ceremony-111-qss9y75uw1z10g30seano5zemhw9gbu08ej8m8eoi0

د ا.ا چارواکو نن (د زمري ۲۸مه، یکشنبه) په کابل کې د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستلو ۱۰۵مه کلیزه ونمانځله. د سرپرست حکومت لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت په دې غونډه کې وویل، افغانستان داسې مهال خپله ۱۰۵مه کلیزه نمانځي چې په بشپړ ډول خپلواک شوی او د هېچا فرمایش نه مني.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي چې د افغانستان مشري اوس خپل اصیل بچیان کوي او په خبره یې، «تر دې مخکې داسې حکومتونه وو چې دا ورځ یې نمانځله، خو حکومت یې اشغال و او فرمان یې له نورو اخیست.»

د سرپرست حکومت د دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب م.جاهد بیا وايي چې د افغانستان اوسنی نظام د ټولو افغانانو دی او هېڅ ډول توپیري چلن په‌کې نشته. نوموړی ټینګار کوي چې ا.ا هېچا ته اجازه نه ورکوي، څو پر افغان خاورې یرغل وکړي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني وايي، د افغانستان دوښمنان له فکري او کلتوري اړخه دغه هېواد تخریبوي. هغه زیاتوي: «دوښمن یوشمېر افغان ځوانان چې له خپل کلتور څخه لرې پاتې دي، داسې روزلي چې خپله ټولنه تخریبوي.»

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي هم وايي چې دوښمن د افغانانو ترمنځ د اختلاف اچولو له لارې هڅه کوي چې د هېواد یووالی او خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي.

د رییس‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي بیا د ا.ا له ځواکونو وغوښتل چې هېواد کې د ا.ا نظام د ساتنې او ثبات لپاره په اسلامي اخلاقو او خاکسارۍ له افغانانو سره چلن وکړي. هغه دغه راز له خپلو ځواکونو وغوښتل چې د افغانستان د یرغلګرو او دوښمنانو پر وړاندې پرېکنده اقدام وکړي.

د افغانستان پخواني پاچا او ملي اتل غازي امان‌الله خان له نن څخه ۱۰۵ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمریز او ۱۹۱۹ زېږدیز کال کې د انګرېزانو پر وړاندې له خپل تېکه توره را واېستله او د افغانستان خپلواکي یې اعلان کړه.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

غازي‌ امان‌الله خان د خپلواکۍ له بېرته اخیستلو وروسته په ډېرې چټکۍ سره دولتي تشکیلات جوړ کړل، له سیمې او نړۍ سره ډیپلوماټیکې اړیکې پیاوړې کړې، لویې لویې اقتصادي پروژې یې عملي کړي، ټرانسپورټي سېسټم یې ورغاوه، پر زده‌کړو د افغانانو، په تېره د نجونو سمبالولو لپاره یې د پام وړ اقدامات وکړل او افغانستان یې له نړیوال کاروان سره روان او د نورو هېوادونو سیال وګرځاوه، خو یوشمېر کسانو یې پر وړاندې د دین او کلتور په نوم مبارزه پیل کړه او بالاخره یې شاه غازي‌ امان‌الله خان د هېواد پرېښودو ته اړ کړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام