د کونړ د نورګل ولسوالي «زیړي بابا» او د خاص کونړ ولسوالي «سپین جومات» سیمه کې د تېرې اوونۍ د زلزلهځپلو لپاره لنډمهاله پنډغالي جوړ شوي چې سلګونه کورنۍ پهکې ځای پرځای شوي دي.
دوی په دغه مېشتغالي کې د لومړنیو اسانتیاوو له کمښت شکایت کوي او وایي، شته امکانات په نشت حساب دي.
دغه زلزلهځپلي له اسلامي امارت او مرستندویه ادارو غواړي چې سیمه کې د خوراک، اوبو، تشنابونو او خیمو په برخه کې له بېځایه شویو سره مرستې وکړي.
اسامه د زلزلهځپلو «زیړي بابا» کمپ کې میشت دی، وایي: «مونږه زلزلو وهلي یو او راغلي یو دلته. خیمې مو وهلي، خو ترتیب لا صحیح نهدی جوړ. ډاکتران هم شته، لږ ډیر سهولت موجود دی او اوبه هم ټانکر کې راوړي، مونږ ته کله ناکله د ښځو لپاره مشکل دی، یو مشکل دا دی چې دلته د تشنابونو سهولت هم نشته، د پخلي لپاره څه سامانونه هم نشته او دا د خیمو ترتیب هم ټول ګډ وډ دی.»
د «زیړي بابا» کمپ کې مېشت خلیلالل وايي: «زمونږ تکلیف دغه دی چې دا اوبه او کومه ډوډۍ چې ده، د دې رسیدګي کمه ده، باید چې همدردي مونږ سره وشي، ځکه دا زمونږ لپاره غټ تکلیف دی، بله خبره دا ده چې ماشومان دلته لمر ته ناست دي، د دې لپاره چې مونږ سره کومک وشي، دا به غوره وي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بل لور ته د کونړ محلي مسوولان وايي، نورګل ولسوالي کې د زلزلهځپلو «زیړي بابا» لنډمهالي مېشتغالي کې د دغې ولسوالي د دوو کلیو، «ماماګل او شُلت» خلکو ته لنډمهال سرپناه برابر شوی چې په نسبي ډول ورته لومړني سهولتونه برابر شوي دي.
د نورګل ولسوالي، ولسوال او په یاد موقت کمپو کې د مرستو د ویش مسوول، وایي: «پرون انتظام د دوی شوی، په عاجل ډول باندې خیمې ودرول شوې او نور چې کومې مرستې دي، هغه راروانې دي رسیږي ورته او کار به ورو ورو په منظم ډول سر ته رسیږي او دا خو ابتدایي مراحل دي او مرستې خو د هستوګنې په برخه کې، د خوراک په برخه کې د اوبو په برخه کې دا ټول دوئ ته رسیږي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف ویلي، د کونړ زلزلهځپلو ته به د اوبو رسولو په برخه کې همکاري وکړي.
د کونړ په نورګل، چپهدره، څوکۍ، وټپور او ماڼوګي ولسوالیو کې د تیرې یکشنبې شپې زلزلې له امله زرګونه کورنه وران او خلک یې د خاص کونړ او نورګل ولسوالیو په موقت مېشت غالي کې هستوګن دي.
په کونړ کې د ريښتر په کچه ۶ درجې زلزلې تراوسه له ۲۲۰۰ د ډېرو کسانو ژوند اخیستی دی.


