د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي چې د دې ولایت تازه مېوې اوس په پراخه کچه نړیوالو بازارونو ته صادریږي.

د یادې خونې اجرائیوي رییس، محمدیوسف امین سلام‌وطندار ته وايي چې د روان کال د لومړنیو پنځو میاشتو په جریان کې د هرات تازه مېوو صادرات ۵۴۴ ټُنه او ۷۲۲ کیلوګرامه ته رسېږي، پداسې حال کې چې په ورته موده کې د تېرکال صادرات یوازې ۷۲ ټنه وو.

د امین په وینا، د دغو صادراتو ټول ارزښت نږدې ۳۰۰زره امریکایي ډالر دی چې په‌کې  مڼه، الوبالو، خټکی، هندوانه، الو او زردالو شامل دي.

هغه زیاته کړه چې د هرات تازه میوې د قزاقستان، روسیې، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او عراق بازارونو ته صادریږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو هیله څرګنده کړې چې د صادراتو دغه کچه به په راتلونکو کلونو کې لا نوره هم زیاته شي او د هرات کروندګرو لپاره به نوي اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه همدارنګه په دوامداره توګه هڅه کوي چې د صادراتو د کیفیت او نړیوالو معیارونو په برخه کې تازه میوې نور هم پیاوړي کړي، څو د نړیوالو بازارونو د غوښتنې سره سمون ولري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام