Asset 1SWN

سلام وطندار

له جګړې د پاتې ماینونو چاودنې؛ شپږو میاشتو کې ۷۰ کسان وژل شوي

unnamed

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست مسوولان وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې له جګړې د پاتې ناچاوده ماینونو په ۱۱۱ چاودنو کې ۷۰ کسان وژل شوي او نږدې ۱۸۰ نور ټپیان شوي دي. د دغه ریاست رییس نورالدین رستم‌خېل سلام‌وطندار ته ویلي، دوی په هېواد کې د ماین‌پاکۍ برخه کې د بودیجې او کاري ځواک له کمښت سره مخامخ دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي: «په ۲۰۲۴ کال کې تر اوسه ۱۱۱ پېښې شوي چې له کبله یې له ۲۴۴ تر ۲۵۰ پورې کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او په دې ډله کې ۷۰ هغه یې وژل شوي او پاتې نور ټپیان شوي دي. تراوسه ۱۲۰۰ کیلومټره سیمه له ماینونو نه‌ده پاکه شوې؛ ځکه دې برخه کې بودیجه کمه ده او کارکوونکي د بودیجې نه لرلو له کبله پر کور ناست دي.»

رستم‌خېل زیاتوي چې په افغانستان کې د ماین‌پاکۍ د ۱۵زره کارکوونکو له ډلې اوس له دوه‌نیم تر درېوو زرو پورې کسان پر کار بوخت دي او پاتې نور یې د بودیجې د کمښت له کبله وزګاره شوي دي.

بله‌خوا په افغانستان کې د ماین‌پاکۍ موسسې مسوولان هم وايي چې د افغانستان ۱۲۰۰ کیلومټره مربع خاوره لا هم له جګړې په پاتې ماینونو پوښلې ده. د افغانستان د ماین پاکۍ‌ «MDC» موسسې رییس شهاب‌ حکیمي وايي، د ماینونو موجودیت لا هم په افغانستان کې د درې میلیونه کسانو ژوند ګواښي او د ۳،۸ میلیونه نورو ژوند یې په نامستقیم ډول اغېزمن کړی دی.

د نوموړي په وینا: «افغانستان کې له ۴۰۱ ولسوالیو نه اوس ۲۶۶ هغه یې ماینونه لري. هره میاشت ۷۰ کسانو ته چې ډېری یې ماشومان دي، د ماین چاودنو کې مرګ‌ژوبله اوړي. تراوسه مو ۳۶۶۳ کیلومټره مربع ځمکه چې ۳۵۰۰ کلي کېږي، پاکه کړې ده.»

د ماین‌پاکۍ موسسه او د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت داسې مهال په افغانستان کې په ماینونو د پوښل شویو سیمو د پاکولو لپاره د بودیجې له کمښت څخه سر ټکوي چې همدا پرون په لوګر کې د هاوان مرمۍ چاودنې د څلورو ماشومانو ژوند واخیست او یو بل یې سخت ټپي کړ.

د لوګر اوسېدونکي او د دغو ماشومانو خپل غلام‌رسول سلام‌وطندار ته ویلي: «دا پېښه په موسی‌کلا ښار کې داسې مهال وشوه چې دغو ماشومانو کباړ را ټولول؛ یوه مرمۍ چاودلې، دوه نجونې او دوه هلکان په‌کې وژل شوي او یو بل هم ژوبل دی.»

سلام‌‌وطندار پر  اېکس هم وڅارئ

د پکتيا د سيدکرم ولسوالي اوسېدونکی عبدالرزاق چې د جګړې له امله يې يو لاس او يوه سترګه د ماين په چاودنه کې له لاسه ورکړي وايي، د اوسني وضعيت له امله د خپلې کورنۍ پر اوږو بار شوی دی. هغه زیاتوي: «ماین تر خاورو لاندې و؛ کله چې وچاودېده، لاس مې پرې شو، د بل لاس مې دوه نوکان ووتل؛ ټپونه یې اوس هم شته. کورنۍ کې ۱۰ کسان یوو، ژوند مو سخت دی.»

د افغانستان د ماین پاکۍ موسسې د معلوماتو له مخې، په هېواد کې ۴۲۳۳ کلي چې څه باندې ۱۲۰۰ کیلومټره مربع سیمه کېږي، لا هم له جګړو په را پاتې ماینونه ککړ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام