هېواد کې د برښنايي پېژندپاڼو یوشمېر غوښتونکي وايي چې د پېژندپاڼو ترلاسه کولو لپاره یې، په میاشتو انتظار کړی او اوس یې چې ترلاسه کړي، املايي او نورې تېروتنې لري.

د کابل د خیرخانې سیمې اوسېدونکې امنه وايي چې برښنايي پېژندپاڼه کې یې، د تېروتنو له امله تحصیلي سندونه له ستونزو سره مخ شوي دي.

هغې سلام‌وطندار ته وویل: «له خپلې خور سره مې یو ځای پېژندپاڼه واخیسته، خو کله چې تذکرې چاپ شوې، زما په تذکره کې د ولایت نوم او د خور په تذکره کې د نیکه نوم په تېروتنه لیکل شوی و. په پیل کې مو ورته ډېره پاملرنه ونه کړه، خو وروسته د تحصیلي اسنادو د اخیستو پرمهال له ډېرو ستونزو سره مخ شوو.»

د کاپیسا اوسېدونکی احمدزی وايي، پېژندپاڼه کې یې نوم په تېروتنه لیکل شوی او په وینا یې، یوه میاشت وخت یې، ونیوه، څو خپل نوم بېرته اصلاح کړي.

نوموړي وویل: «برېښنايي تذکره مې واخیسته، خو نوم مې په تېروتنه چاپ شوی و. کله چې د اصلاح لپاره ولایت ته ورغلو، موږ کابل ته ولېږل شوو. څو ځله مو مراجعه وکړه او ډېر لګښتونه هم پرې راغلل.»

هېوادوال د احصایې او معلوماتو ملي ادارې څخه غواړي چې د پېژندپاڼو د وېش او سمون پروسه ساده کړي، څو ښاریان وکولای شي په اسانه ډول خپل هویتي سند ترلاسه کړي.

د پروان اوسېدونکې حلیمه وايي: «پېژندپاڼه مې اخیستې، نوم یې، ناسم دی، کله مې چې مراجعه وکړه، ویل یې، کابل ته لاړې شئ، ځکه کابل ته چې تلم، لګښت مې کېده او اقتصادي وضعیت مې ښه نه‌دی، نو همداسې پاتې شو.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په همدې حال کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسوولان وایي، په پام کې لري، د ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره روزنیز ورکشاپونه جوړ کړي، څو په برښنايي پېژندپاڼو کې د تېروتنو د تکرار مخه ونیول شي.

دوی زیاتوي چې د هغو کسانو د برېښنايي تذکرو د سمون بهیر روان دی چې معلومات یې په ناسم ډول ثبت شوي، خو په وینا یې دغه پروسه وخت نیسي.

د یادې ادارې ویاند محمدحلیم رافع په دې اړه وویل: «د تذکرو د متني تېروتنو اصلاح هره ورځ روانه ده او دا بهیر څو پړاوونه لري. هغه کسان چې مراجعه کوي، کېدای شي ستونزه یې په یوه ورځ او یا یوې اوونۍ پورې وخت ونیسي. همدارنګه، هغه کسان چې له ولایتونو څخه راځي، هغوی ته نوبت ورکول کېږي، څو په ټاکلي وخت مراجعه وکړي او ستونزه یې حل شي.»

د هر هیواد د وګړو لپاره د هویت کارت درلودل یو له خورا مهمو اسنادو څخه دی چې پرته له دې د ډیرو قانوني حقونو، دولتي خدماتو، ښوونځي او پوهنتون کې د نوم لیکنې، د پاسپورټ ترلاسه کولو او نورو اسنادو ته له لاسرسي څخه محروم کیږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام