هېواد کې د اسلامي امارت د بیاواکمنېدو څلورم کال داسې مهال پای ته رسېږي چې دغه کال هم سرپرست حکومت له لوړو او ژوړو ډک وو.
سرپرست حکومت په دې کال کې هم د سیاسي اړیکو ټینګښت او د هېوادونو له د رسمیت پېژندنې لپاره خپلې هڅې وکړې او ځینو برخو کې یې لاستهراوړنې هم درلودې.
د افغانستان اسلامي امارت د خپل څلورم کال په حکومتدارۍ کې یوشمېر مهمې لاسته راوړنې لري چې په هغو کې د قرغیزستان او روسیې له لوري له ممنوعه نوملړه د اسلامي امارت د نوم ایستل، د سفیرانو معرفي کول، څلور ډیپلوماټان استول او په یوشمېر هېوادونو کې د سفارتونو کنټرول ترلاسه کول شامل دي. خو د روان کال د چنګاښ په ۱۲مه نېټه، د روسیې له لوري د اسلامي امارت د رسمیت پېژندل د دې حکومت د څلورم کال تر ټولو مهمه سیاسي لاسته راوړنه بلل کېږي.
د سرپرست حکومت ویاند ذبېحالله مجاهد د اسلامي امارت د حکومت څلورم کال له لاستهراوړنو ډک بولي او وايي چې دې کال کې د اسلامي امارت سیاسي لاستهراوړنې د حکومت د کامیابو او اغېزمنو ډيپلوماسیو څارل دي.
هغه وویل: «تېرکال افغانستان په سیاسي برخه کې ښه پرمختګونه لرل او له ګڼو هېوادونو سره یې، مثبت تعاملات درلودل چې پکې قزاقستان هم شامل دی. موږ وتوانېدو له اذربایجان سره ښې اړیکې جوړې کړو، له چین سره اړیکې مو په ښه کچه پرمخ ولاړې او روسیې د افغانستان حکومت رسمیت پېژندلی او د اړیکو د ټینګښت ټولې خنډونه یې لرې کړي دي.»
د واکمنۍ په څلورم کال کې د افغانستان اسلامي امارت ترکیې، پاکستان او روسیې ته سفیران وټاکل او ناروې، المان، اندونیزیا او هند ته یې ډیپلوماټان معرفي کړل. همدارنګه، په عمان کې یې، د افغانستان د سفارت کنټرول ترلاسه کړ او قزاقستان کې د سفیر د منلو توافق هم ترلاسه شو؛ داسې اقدامونه چې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د دیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا په لور مهم ګامونه ګڼل کېږي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل وايي چې اوس یوشمېر هېوادونه لېواله دي چې اسلامي امارت سره خپل تعامل پراخ کړي.
هغه وویل: «د بهرنیو چارو وزارت په تېرو څلورو کلونو کې مؤثرې هڅې ترسره کړې چې دې هڅو پایلې ورکړې؛ روسیې اسلامي امارت په رسمیت پېژندلی، یوشمېر هېوادونو د اسلامي امارت سفیران منلي او ځینې نور هېوادوننو بیا د سفیر منلو ته علاقهمند دي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د افغانستان اسلامي امارت د واکمنۍ څلورم کال پرمهال له امریکا سره هم اړیکې ټینګې کړي او په هغه هېواد کې د افغانستان سفارت د کنټرول د ترلاسه کولو په اړه یې خبرې کړي دي. په وروستي ځل سرپرست حکومت تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د امریکا په ګډون غواړي له ټولو هېوادونو سر مثبتې اړیکې ولري.
په ورته مهال د افغانستان اسلامي امارت په دې کال کې له نړیوالې ټولنې سره د تعامل او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو په سازمان کې د څوکۍ د ترلاسه کولو په برخه کې هڅې بېپایلې وې؛ دې چارې افغانستان لا هم د نړیوالو غونډو په ګډون او په نړیوالو چارو کې د ونډې له حق څخه محروم پاتې کړ.
د نړیوالو اړیکو کارپوهان، سره له دې چې د اسلامي امارت په څلورم کال کې لاستهراوړنې مهمې بولي، خو وايي چې د لویدیځو هېوادونو سره د دیپلوماتیکو اړیکو نهدرلودل، افغانستان ته د مرستو کمېدل، له ایران او پاکستان د بېرته ستنېدو بهیر او د نجونو زدهکړې او کار بندېدل، د اسلامي امارت سیاسي پرمختګونه او د افغانستان د نړیوالې ټولنې سره مدغم کېدل ورو کړي دي.
د سیاسي چارو کارپوه محمداکرم عارفي وویل: «د اسلامي امارت سیاست د هغو لویو مسایلو په اړه چې له بهر څخه مطرح کېږي، لکه د بشر د حقونو مسایل، لاهم محسوس بدلون نه دی کړی او دا د دې لامل شوی چې د اسلامي امارت پر وړاندې د هېوادونو او ملګروملتونو لید لوري کې بدلون رانهشي. د هېوادونو د شرایطو منلو په برخه کې لا هم بدلون نه دی راغلی او دا هغه کمزوري دي چې په اسلامي امارت کې شتون لري.«
د نړیوالو اړیکو یو بل کارپوه نشاط کلیوال وايي: «لکه څنګه چې د داخلي مشروعیت په زیاتېدو سره د هېواد اعتبار په نړیواله کچه هم ډېرېږي؛ په دې ترڅ کې، د نجونو د زدهکړې لپاره د یوه مشخص میکانیزم رامنځته کول هم مرسته کوونکی دی. سربېره پر دې، د پروژو تطبیق او د خلکو اقتصادي وده، هغه عوامل دي چې کولی شي، اسلامي امارت د نړۍ له لوري د یو مسؤل نظام په توګه ومنل شي.»
بلخوا د سرپرست حکومت ویاند ذبېحالله مجاهد ټینګار کوي چې اسلامي امارت به په راتلونکي کال کې هم د هېوادونو سره د دیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا او د افغانستان د څوکۍ ترلاسه کولو لپاره په ملګرو ملتونو کې خپلې هڅې جاري وساتي.
هغه وویل: «د افغانستان د دیپلوماتیکو هڅو هدف دا دی چې له نورو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې هم ټینګې او ښې شي. موږ د ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو او په راتلونکي کال کې به په دې برخه کې هم هڅې ترسره کېږي.»
د افغانستان اسلامي امارت د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴ مه د بیاواکمنېدو وروسته، هڅې وکړې چې د هېواد د سیاسي استازولیو کنټرول ترلاسه کړي او له نړیوالې ټولنې سره اړیکې پیاوړې کړي.
اوس، د څلورو کلونو په تېرېدو سره یوازې روسیې د اسلامي امارت حکومت په رسمیت پېژندلی او له ۴۰ څخه زیاتو هېوادونو د افغانستان سیاسي استازولۍ اسلامي امارت ته سپارلي دي.


