Asset 1SWN

پروان کې د کور د چت لوېدو له امله اته کسان مړه شوي

WhatsApp Image 2026-04-10 at 10.27.13 PM

د پروان په سیاگرد ولسوالي کې د یوه کور چت لوېدو له امله د یوې کورنۍ اته غړي مړه شوي او یو بل کس ټپي شوی دی.

دا پېښه د وروستیو سختو بارانونو له امله رامنځته شوې ده.

د پروان د والي ویاند، سیدحکمت‌الله شمیم، نن شنبه (وري ۲۲مه) رسنیو ته ویلي چې پېښه تېره شپه شاوخوا دوه بجې د سیاگرد ولسوالي اړوند د بغندک کلي په دره خیشک سیمه کې شوې.

د نوموړي په وینا، د کور د چت لوېدو له امله د یوې کورنۍ ۸ غړي چې ښځې، ماشومان او نارینه په‌کې شامل دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


شمیم زیاته کړې چې پرله‌پسې او شدیدو بارانونو د کورونو جوړښت کمزوری کړی چې له امله یې دغه ډول پېښې رامنځته کېږي.

هغه همدارنګه وویل چې د مرستې او ارزونې ډلې سیمې ته استول شوي او د زیانمنو کسانو سره د مرستې هڅې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ورځو کې په پروان کې سختو بارانونو او طبیعي پېښو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. تر دې مخکې هم د غره ښویېدنې او سېلابونو له امله ۶ کسان مړه او ۶ نور ټپیان شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام