د مکروریانو د ساتنې او مراقبت شرکت وايي چې د خلکو اقتصادي ستونزو له امله سږ کال نشي کولای چې د مکروریانو مرکز ګرمۍ فعالې وساتي.
د دغه شرکت رییس غلامعمر عبدالله وايي چې سږ کال د سوند توکو د بیو لوړوالي او د مکروریانو د اوسېدونکو په غوښتنه یې مرکز ګرمۍ غیرفعالې کړې دي.
دا په داسې مهال دی چې د ملګرو ملتونو سازمان دوه ورځې وړاندې جمعه د لړم ۲۰مه ویلي و چې را روان ژمي کې به میلیونه افغانان د کورونو ګرمولو او خوړو ترمنځ یو انتخاب کړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
بلخوا له دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي چې ۷۰سلنه افغانان د ګرمېدو لپاره جامې او نور توکي نهلري.