د هلمند امنیتي چارواکي وايي چې د تېرې یوې میاشتې پرمهال د عملیاتو په لړ کې ۹۸ میله بېلابېلې وسلې او نظامي تجهیزات نیولي دي.
د هلمند امنیه قومنداني ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت مسوولانو سلاموطندار ته وویل، دا وسلې او تجهیزات د لښکرګاه ښار ترڅنګ، د یوشمېر ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د کشفي معلوماتو پربنسټ د عملیاتو پرمهال نیول شوي دي.
د هلمند امنیه قومنداني ویاند ملا عزتالله حقاني سلاموطندار ته وویل: «په دې عملیاتو کې موږ ۹۰ میله توپانچې، ۶ میله کلاشینکوپ، یو میل کاربین، یو میل کمرشکن، شل پايې مخابرې، دوه د مخابرو چارجر، ۱۸ دانې شاجوران، لس دانې خالي شرید بکسې، شل دانې خالي شریدان، لس دانې د راکټانداز پټاسونه، دوه دانې لاسي ګرنېټ، شل جوړې نظامي درېشي، اووه دانې د مخابرې بطرۍ، اته دانې د مخابرې انتنان، دوه د رنجر مخابرې، ۱۳۴۰ درنې مرمۍ، ۳۲۰ د کلاشینکوپ مرمۍ او ۶۵ د توپانچې مرمۍ نیولي دي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د حقاني په وینا، نیول شوي وسایل ټول ناقانوني ساتل شوي او د ترهګرۍ ضد مدیریت لهخوا له ۱۶ شکمنو کسانو سره یوځای نیول شوي دي.

نوموړی زیاتوي: «نیول شوي کسان مو عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي، د دوی دوسیې ترتیب شوي او شرعي محکمو ته سپارل شوي دي.»
امنیتي چارواکي وایي، د یادو عملیاتو موخه د ترهګریزو کړنو مخنیوی او د خلکو د امنیت خوندي کول دي. د ترهګرۍ ضد مدیریت مسؤلین له خلکو غواړي چې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
د هلمند اوسېدونکي له امنیتي ادارو غواړي چې دا ډول عملیات دوامداره وساتي، څو د وسلهوالو فعالیتونو او جرمي پېښو مخنیوی وشي.


