د برښنا شرکت مسوولانو نن «پنجشنبه، وري اوومه» د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر په حضور کې له څو کورنیو او یوه بهرني شرکت سره د برښنا د تولید د ۷ پروژو تړونونه لاسلیک کړل.

د برښنا شرکت مشر عبدالباري عمر کابل کې یوې غونډې ته وویل، دغو ۷ پروژو کې د ۲۲۸ میګاواټه په ظرفیت سره د لمریزې، بادي او ګازي برښنا د تولید پروژې شاملیږي چې ۲۹۲ میلیونه ډالره ارزښت لري.

نوموړي وویل: «د ۲۲۸ مېګاواټه په ظرفیت د برښنا تولیدي دستګاوو د جوړولو د اوو پروژو (د هرات د ۴۳.۲ میګاواټه بادي او ۵ میګاواټه لمریزې، د جوزجان د ۵۰ میګاواټه ګازي، د بلخ د ۴۰.۲۵ ، د لوګر د ۴۰ ، د ننګرهار د ۴۰ او د لغمان د ۱۰ میګاواټه لمریزې برښنا تړونونه لاسلیک شول.»

د برښنا شرکت مسوولانو د کجکي ـ کندهار د ۱۱۰ کیلوولټه لېږد مزي د دوو پروژو بشپړولو او د زابل کلات ـ کندهار ختیځ سب ستېشن د یوې پروژې قرارداد هم لاسلیک کړ.

ورته وخت کې د دغو پروژو تطبیق‌کوونکو شرکتونو مسوولانو وویل، د دغو پروژو په عملي کېدو سره به د یادو ولایتونو د اړتیا وړ یوه برخه برښنا تامین شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ځواکمن نبي‌زوی شرکت مشر حکمت‌الله کاکړ وویل: «موږ ډاډ ورکوو چې د دې پروژو چارې به په ټاکل وخت بشپړې شي او په بشړېدو سره به یې، د یوشمېر ولایتونو د اړتیا وړ برښنا برابره شي.»

په ورته مهال  د ۷۷ ترکي شرکت مشر سلیمان جیلیو وویل: «مونږ هرات ولایت کې د څه باندې ۴۳ میګاواټه بادي برښنا او ننګرهار کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برښنا د تولید پروژې عملي کوو، دغه پروژې به په نړیوالو معیارونو سره تطبیق شي.»

د برښنا شرکت له لوري د وړاندې شویو شمېرو پر بنسټ، د برښنا د تولید د دغو ۸ پروژو په عملي کېدو سره به هېواد دننه کې د برښنا تولید ۳۰ سلنه زیات شي.

د یادونې ده چې د يادو پروژو د تطبيق پرمهال به ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمينه برابره شي او په بشپړېدو سره به يې د برښنا له پلوه، افغانستان تر ډېره ځان بسياينې ته ورسېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام