غزني کې یوشمېر ډاکټران وايي چې د اومېندوارۍ پرمهال رواني ستونزې د مور او ماشومان روغتیا ته ګڼې ستونزې پیدا کوي.
د دوی په وینا، که څه هم روغتیا د ټولو لپاره اړینه ده، خو اومېندواره مېرمنو لپاره حیاتي بلل کېږي چې کورنۍ ورته پام نهکوي.
غزني کې یوه ډاکټر محمداشرف صاحبزاده سلاموطندار ته وویل: «دوی باید په بشپړه توګه له داسې چاپېریال څخه لرې وي چیرې چې غوسه وي. دوی باید د هېڅ ډول رواني شرایطو سره مخ نشي. رواني ستونزې ښځې او ماشوم ته دومره خطرناک زیان رسوي چې بېرته نشي راګرځېدلی. رواني ستونزې هم کولی شي په راتلونکي کې د یو بشپړ ګوښه شوي، خپګان لرونکي ماشوم لامل شي چې ډېر فشار لرونکي پیچلتیاوې لري.»
دغه ولایت کې د رواني درملنې یوه بل ډاکټر خیال محمد افغان خبرداری ورکړی چې د اومېندوارۍ پرمهال رواني ستونزې به د جنین د سقط، له وخت وړاندې زېږون او نورو ستونزو لامل شي.
هغه وویل: «که یوه مور رواني ستونزې ولري، نو دا د مور او د هغې د جنین دواړو لپاره ستونزې رامنځته کوي، د مور په خوب کې ګډوډي رامنځته کوي، هغه خوب له لاسه ورکوي، د هغې په خوب او تغذیه کې بېنظمي شتون لري، جنین په سمه توګه وده نشي کولی او په درېیم ګام کې، له وخته مخکې زیږون رامنځته کیږي او د زیږون دمخه او وروسته د خپګان خطر کې یو بل زیاتوالی راځي او بله ستونزه چې له رواني پلوه پیښیږي د معافیت سیسټم کمزوری کول دي.»
بلخوا غزني کې یوه مېرمن فاطمه محبي وايي چې د رواني ستونزو درملنې برخه کې د مرکزونو نشتوالی او د کورنیو د پوهاوي ټیټه کچه د مېرمنو د رواني ناخوښو لامل کېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغې وویل: «ډېری هغه ښځې چې د رواني روغتیا ستونزو سره مخ دي او مشورې او درملنې ته اړتیا لري، د خپلې ناروغۍ څخه خبر نهدي او جدي یې نهنیسي، پداسې حال کې چې رواني روغتیا ستونزې کولی شي د مېندو او ماشومانو دواړو په روغتیا منفي اغېزه وکړي. موږ له دولتي ادارو څخه غوښتنه کوو چې په غزني کې د ښځو لپاره د رواني درملنې خدماتو شمېر زیات کړي.»
غزني کې د شکریې په نوم اومېندواره مېرمن وايي چې د ژوند اندېښنو له امله د سردردونه وخت ناوخت د نوموړې روغتیا ترې اخلي، هغه څه چې دغه مېرمن اړوي، څو د درد ارامولو لپاره له درملو کار واخلي.
نوموړي وویل: «کله چې زما اضطراب او سر درد زیات شي، زه د سر درد ګولۍ خورم. پرته له هغه له اضطراب نه ښه کیږم. زه پوهیږم چې د معاینې پرته درمل اخیستل زیانمن دي، مګر اضطراب زما له کنټرول څخه بهر دی، نو مجبوره کېږدم چې دا کار وکړم.»
سلیمه هم وايي چې اومېندواره مېرمنې خپلې روغتیا ته پام نهکوي او په وینا یې، اومېندواره مېرمنو کې رواني ستونزې کمرنګه او بېارزښته دي.
هغې وویل: «د اومېندوارۍ په جریان کې، د ښځو رواني سکون خورا مهم دی. دوی ډیرې اندېښنې لري، دوی ډېرې اقتصادي اندېښنې لري، دوی په هره لاره کې ډېرې اندېښنې لري. دوی تل د اومېندوارۍ په جریان کې فشار او اندېښنه لري، خو خپله درملنه نهکوي.»
د یادونې وړ ده چې د امکاناتو نشتوالی، د کورنیو بېوزلي او د پوهاوي کچې ټیتوالی، له هغو لاملونو دي چې هېواد کې خلک خپلې رواني روغتیا ته کم پام کوي.


