د هلمند د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې سږکال به شاوخوا ۶۹زره زده‌کوونکو ته قرطاسیه او ۲۸زره او ۸۴۸ سیټه د لومړي ټولګي کتابونه ووېشل شي.

د دې پروسې مالي لګښت یوې مرسته کوونکې موسسې پر غاړه اخیستی دی چې نن «شنبه، زمري ۲۵مه» یې د وېش په تړاو غونډه هم جوړه کړې وه.

د هلمند د پوهنې رییس مولوي محمدعوض انصاري، د کتابونو د وېش پرانیست‌غونډې پرمهال مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې دغه توکي باید په منظم ډول ښار او ولسوالیو ته ورسوي.

هغه ټینګار وکړ چې د شفاف وېش لپاره د هرې سیمې زده‌کوونکي باید پر وخت اړین درسي توکي تر لاسه کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


انصاري وویل:  «زموږ غوښتنه دا ده چې دغه پروسه په سالم او منظم ډول ترسره شي، ځکه زده کوونکي د هېواد راتلونکی جوړوي.»

د زده‌کوونکو والدین هم د دې پروسې له پیل څخه خوښي څرګندوي. د یوه زده‌کوونکي پلار محمدنبي وویل: «زموږ اولادونه کتاب او قلم ته اړتیا لري. کله چې دوی ته دا توکي په وخت ورکړل شي، زده کړه یې ښه پر مخ ځي.»

د پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د قرطاسیې او کتابونو وېش به په نوبتي ډول د ټولو ولسوالیو زده کوونکو ته ترسره شي.

چارواکي وایي دا پروسه به په ټولو ولسوالیو کې په نوبتي ډول پلې شي، څو د زده‌کوونکو درسي اړتیاوې پر وخت پوره شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام