سلام‌وطندار له ۲۵ ښځو سره د مرکو پرمهال موندلې چې د یادو مېرمنو له ډلې یې، ۱۸ د خپلو کورنیو له لوري د ډیجیټالي محدودیت سره مخ شوي دي.

د یادو مېرمنو له ډلې یې، اته د خاوندانو له لوري، اته د پلار او ورور له‌خوا، یوه د مور او یوه هم د خپل کوژدن له لوري د خواله رسنۍ پر کارونې محدودې شوې دي.

بل‌خوا د یادو ۲۵ مېرمنو سره له مرکو سربېره، سلام‌وطندار په دې برخه کې له اتو نارینه‌وو سره هم مرکې کړې چې دوی د یادو محدودیتونو په تایید سره، د عامه پوهاوي نشتوالی او د مېرمنو د حرمت خوندي ساتلو په اړه د اندېښنو له کبله، پر مېرمنو د ډیجیتالي محدودیت اصلي لاملونه یاد کړي دي.

په ورته مهال یوازې اووه مېرمنې چې سلام‌وطندار سره یې، خبرې کړي، ویلي، له هېڅ ډول محدودیت سره نه‌دي مخ شوي. د دوی په وینا، د محدودیتونو لګولو اصلي رېښه په خواله رسنیو کې د مېرمنو د فعالیتونو د پایلو په تړاو د کورنۍ د نارینه‌وو وېره او اندېښنه ده.

۲۶کلنه مریم د کابل اوسېدونکې ده او پنځه کاله یې د واده کېږي. هغه وایي، د خاوند له لوري یې، پر دې د ټولنیزو شبکو کارول محدود کړي دي. د هغې په وینا، خاوند یې د خپلوانو او اشنايانو ترمنځ د بدګومانۍ د مخنیوي او د کورنۍ د «ناموس» د ساتنې په نوم د هغې پر موبایل او ټولنیزو رسنیو څارنه کوي.

مریم زیاتوي، شاوخوا اته کاله کېږي چې موبایل کاروي او په فیسبوک او واټس‌اپ کې فعاله ده، خو له واده وروسته یې ازاد فعالیت له محدودیت سره مخ شوی دی. د هغې په خبره، دا څارنه هغه مهال پیل شوه چې خاوند یې ورته وویل، د کورنیو ترمنځ د اوازو او شکونو د مخنیوي لپاره دا ډول نظارت ضروري دی.

همدارنګه زهره چې ۲۲کاله عمر لري او د تخار اوسېدونکې ده. وایي، د کورنۍ له‌خوا پر ټولنیزو شبکو د هغې محدودیتونه او د ډیجیټلي فعالیتونو کنټرول یې پر دې منفي اغېز کړی دی.

د هغې په وینا، په خپلو ټولنیزو حسابونو کې له مستعار نوم او عکس څخه کار اخلي، ځکه چې کورنۍ یې، په ځانګړي ډول ورور یې، په ټولنیزو شبکو کې د نجونو له حضور سره مخالف دی.

زهره زیاتوي، ډیجیټلي کنټرول هغه مهال پیل شو چې پوهنتون ته لاړه. د هغې د کورنۍ په باور، د ټولنیزو شبکو کارول کېدای شي د بدنامۍ یا ناسمو اړیکو د رامنځته کېدو لامل شي.

د نوموړې په خبره، د همدې محدودیتونو له امله یې د ازادۍ احساس کم شوی، پر ځان‌باور یې اغېز کړی او له کورنۍ سره یې اړیکې هم سوړوالی موندلی دی.

۲۶کلنه لیلا د کندهار اوسېدونکې ده او له واده یې شپږ کاله تېر شوي؛ وایي، د خاوند د ناخوښۍ له امله یې په ټولنیزو شبکو کې فعالیتونه محدود شوي او د هغه له اجازې پرته په ډیجیټلي فضا کې حضور نه‌شي لرلای.

نوموړې وایي: «زه په واټس‌اپ، فیسبوک او انسټاګرام کې فعاله وم، خو خاوند مې له واده وروسته هر څه محدود کړل. د موبایل کوډ یې راڅخه واخیست، پیغامونه او زنګونه یې راته کتل او راته یې وویل چې د هغه له خبرولو پرته د هېڅ پوسټ یا سټوري د خپرولو حق نه‌لرم.»

همدارنګه رخسار چې ۳۲کاله عمر لري او د میدان‌وردګ اوسېدونکې ده. وایي چې ډیجیټلي فضا او ټولنیزو شبکو ته د لاسرسي محدودیتونه کله ناکله د یوازیتوب او اضطراب احساس ورکوي او پر ذهني ارامتیا او روان یې منفي اغېز کوي. هغې وویل: «زموږ په کورنۍ کې دا محدودیتونه له پخوا موجود وو. پلار مې اجازه نه راکوله چې په ټولنیزو شبکو کې حضور ولرم او یوازې واټس‌اپ ته مو اجازه وه. هغه به ویل چې د یوې نجلۍ لپاره په دغو اپلېکېشنونو کې فعالیت سم نه‌دی. له همدې امله یې زما حسابونه وتړل او د موبایل کارول یې په بشپړ ډول تر خپل کنټرول لاندې راوستل، چې دا موضوع ډېری وختونه ما خواشینې کوي.»

په دې راپور کې له ښځو سره شوې مرکې ښيي، که د دوی پر مجازي فعالیتونو لګول شوي محدودیتونه مات کړي، له جدي ګواښونو او فشارونو سره مخ کېږي. دوی ټینګار کوي چې دغه ګواښونه د وېرې د زیاتېدو، د ازادۍ د کمېدو او د رواني وضعیت د خرابېدو لامل شوي دي.

زیبا چې ۳۷کاله عمر لري او د هرات اوسېدونکې ده او له واده یې لس کاله تېر شوي، وایي، که د خاوند له لوري لګول شوي محدودیتونه ونه‌مني، د طلاق په ګواښ او ان د خپل موبایل د ضبط کېدو له ګواښ سره هم مخ کېږي.

هغې زیاتوي: «په ټولنیزو شبکو کې له مستعار نوم څخه کار اخلم، ځکه خاوند مې ډېر حساس او شکمن دی. اجازه نه لرم چې په ټولنیزو شبکو کې څه خپاره کړم او څو ځله راته ګواښ شوی چې که مخالفت وکړم، طلاق به راکړي یا به مې موبایل ماته کړي. دا وضعیت راته ویره پیدا کړې، پر ځان‌باور مې منفي اغېز کړی او د بې‌ارزښتۍ احساس راته راکوي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


فرشته چې ۱۷کاله عمر لري او د پروان اوسېدونکې ده او درې کاله کېږي په مجازي فضا کې فعاله ده، وایي، د کورنۍ له لوري د هغې پر ډیجیټلي پاڼو کنټرول نه یوازې پر روان یې منفي اغېز کړی، بلکې ټولنیزې اړیکې او له نورو سره د اړیکو ټینګولو وړتیا یې هم محدوده کړې ده.

هغې وویل: «په خپلو حسابونو کې له مستعار نوم او عکس څخه کار اخلم، ځکه کورنۍ مې په کلکه مخالفه ده. راته ګواښ شوی چې که دوام ورکړم، موبایل به مې ماته کړي. دې حالت ویره، رواني فشار او له ملګرو سره د اړیکو پرې کېدل راته رامنځته کړي دي.»

په دې راپور کې له اوو هغو ښځو سره هم خبرې شوې دي چې د ټولنیزو شبکو په فعالیتونو کې له کوم محدودیت سره نه دي مخ. هغوی وایي چې معلوماتو ته چټک لاسرسی یې د پوهاوي د زیاتېدو لامل شوی او له رواني پلوه د ارامتیا او ډېر رضایت احساس لري.

۳۳کلنه مژده د کابل اوسېدونکې ده او د کابل پوهنتون د ستوماتولوژۍ څانګې فارغه ده؛ هغه وایي: «له ځوانۍ راهیسې مې موبایل درلود او اوس هم په فیسبوک او واټس‌اپ کې فعاله یم. خپل اصلي نوم او عکس کاروم. دا چې له کوم محدودیت پرته له ټولنیزو شبکو استفاده کوم، سبب شوی چې معلوماتو ته ژر لاسرسی ولرم، پوهاوی مې زیات شي او د ژوند او خپلو حقونو په اړه پراخ لید ترلاسه کړم؛ همدې بهیر زما له فردي ودې سره مرسته کړې او له رواني پلوه د ارامتیا او ډېر ځان‌باور احساس لرم.»

په دې راپور کې له اته نارینه‌وو سره هم خبرې شوې دي. هغوی د کورنۍ د ړنګېدو له وېرې، پر ټولنیزو شبکو د کاروونکو پر وړاندې د بې‌باورۍ او د دې فضا د زیانونو په اړه د ناپوهۍ یادونه کوي او دا یې د ښځو د ډیجیټلي فعالیتونو سره د مخالفت تر ټولو مهم لاملونه بللي دي.

د کندوز اوسېدونکی جنیدالله وایي: «موږ خپلې خور، مور او مېرمنې ته اجازه نه‌ورکوو چې په ټولنیزو شبکو کې فعالیت ولري؛ ځکه دا فضا روښانه نه ده. امنیت نشته او هر څوک د هر نوم لاندې کاروي. موږ ګورو چې ډېرې کورنۍ او زموږ خویندې په ټولنیزو شبکو کې د بدنامۍ لامل شوې دي، نو ښه ده چې د انسان د عزت له له منځه تلو مخکې مخنیوی وشي.»

همدارنګه، ۳۹کلن فریداحمد د پروان اوسېدونکی دی، وایي، د ټولنیزو شبکو د سمې کارونې د نه‌پوهاوي او د کورني نظام د ړنګېدو له وېرې نه غواړي چې ښځې په ډیجیټلي نړۍ کې فعاله وي.

د هغه په وینا، د ټولنیزو شبکو ناسم کارول کولای شي په کورنیو کې ستونزې، لکه نامشروع اړیکې، رامنځته کړي. هغه زیاتوي چې ځینې شبکې او خپرونې، په ځانګړي ډول غیراخلاقي ویډیوګانې، د کورنیو او ښځو لپاره ستونزې جوړوي.

خو له دې سره سره، یوشمېر حقوقي کارپوهان ټینګار کوي چې په افغانستان کې د ډیجیټلي حقونو، په ځانګړي ډول معلوماتو ته د لاسرسي او په ټولنیزو شبکو کې د فعالیت حق، محدودول یوه جدي تشه ده او په اوسني قانون کې ورته روښانه او قطعي اشاره نه ده شوې.

د حقوقي‌ چاروکارپوه پرویز خلیلي وایي چې په پخوانیو قوانینو کې د بیان ازادي او معلوماتو ته د لاسرسي حق د افغان وګړو لپاره، له ښځې او سړي پرته له توپیره، په غیرمستقیم ډول منل شوی و.

د هغه په وینا، که د کور نارینه له انټرنېټ څخه ګټه اخلي، خو ښځې ترې د سم، مشروع او معقول کارونې څخه منع کوي، دا د عدالت ښکاره نقض دی.

یوشمېر ارواپوهان هم باور لري چې پر افرادو لګول شوی کنټرول او محدودیتونه د هغوی پر روان او هویت ژور منفي اغېز لري او په اوږد مهال کې د ځان‌باور د کمېدو او منځنۍ کچې خپګان لامل کېدای شي.

ارواپوه محمدالله بلوچ وایي بهرنی کنټرول او بې‌باوري د ناهیلۍ احساس پیدا کوي، ځکه فرد فکر کوي فکري خپلواکي نه لري. د هغه په خبره، دا حالت د هویت په جوړېدو اغېز کوي او هغه کسان چې تل د نورو له لوري تر سخت کنټرول لاندې وي، خپله هویت له نورو سره تړلې ګڼي.

هغه وویل: «په ډېرو کسانو کې چې بهرنی کنټرول پرې حاکم وي، دا کولای شي ګڼې ستونزې رامنځته کړي. په لومړي سر کې، د ناامېدۍ احساس پیدا کېږي، ځکه فرد فکر کوي فکري خپلواکي نه لري او منځنۍ کچې خپګان تجربه کوي. دا ځکه چې فکر کوي کورنۍ پرې باور نه لري، چې د هویت په جوړېدو اغېز کوي. هغه کسان چې خپله انفرادي خپلواکي نه شي لرلای او په شدت سره د نورو له لوري کنټرول کېږي، خپله هویت د نورو پورې تړلی ګڼي.»

یوشمېر ټولنپوهان ټینګار کوي چې د ښځو محدودول او کنټرول په ډیجیټلي فضا کې پر هویت، ځان‌باور او ټولنیز رول یې منفي اغېز کوي. دوی همدارنګه د ښځو د دقیقې روزنې او پوهاوي اړتیا یادوي، ځکه د دې نشتوالی د اوږدمهاله منفي پایلو سبب کېدای شي.

ټولنپوه راشد صدیقي وایي: «ښه ده مخکې له دې چې ښځې له ډیجیټلي وسایلو استفاده وکړي، هغوی ته پوهاوی ورکړل شي چې څه وکړي او څه ونه کړي. همدارنګه، د دې کنټرول نه سمه مدیریت د فرد ټولنیز مقام تر اغېز لاندې راولي.»

د ښځو د حقوقو فعاله تهمینه منگل وایي چې دودیزې لیدلوري او ټولنیز معیارونه د ښځو د خپلواکه ډیجیټلي فعالیت او آنلاین حضور مخه نیسي.

هغې وویل: «ډېر نارینه د ښځو خپلواکه موبایل کارول ته ګواښ ګوري، او په افغانستان کې سختگیرانه قواعد ښځو ته په ډیجیټلي فضا کې د بدنامۍ او قضاوتونو سره مخامخ کوي. ښځه چې په خپلو نومونو ډیجیټلي حساب ولري، په ټولنه کې هم ګواښ او د ناوړه استفادې ویره تجربه کوي.»

د امربالمعروف او نهې عن‌منکر وزارت مسوولان وایي چې د اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره د ښځو د ټولنیزو شبکو کارولو ملاتړ کوي.

د یاد وزارت ویاند، سیف‌الاسلام خیبر سلام‌وطندار ته وویل: «د ښځو حضور په ډیجیټلي فضا کې دوه برخې لري: قانوني او شخصي. له قانوني اړخه د نارینه او ښځو لپاره د ټولنیزو رسنیو کارونه شرعي طرحه لري. زموږ وزارت اجازه نه ورکوي چې څوک بې‌حجابي وکړي یا غیرمشروع فعالیت وکړي چې د اسلام یا اسلامي ارزښتونو او نافذه قوانینو پر ضد وي. خو که څوک په مجازي فضا کې کاروبار یا اسلامي زده‌کړې کوي، له دې وزارت څخه کوم خنډ نه لري.»

موږ هڅه وکړه چې د ټولنیزو شبکو مدیریت په اړه د مخابراتو، معلوماتي ټکنالوژۍ او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو نظر هم ترلاسه کړو، خو له ډېرو هڅو سره-سره بیا هم بریالي نه‌شو.

د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې د دسمبر نهمه ۲۰۲۵ موندنې ښيي چې انلاین تاوتریخوالی پر ښځو یوه نړیواله کړکیچ شوې ستونزه ده چې پایلې یې له مجازي فضا څخه حقیقي نړۍ ته غځېږي.\

راپور چې د ۱۱۹ هېوادونو د ښځو په ګډون سروې پربنسټ جوړ شوی، څرګندوي چې ښځینه خبریالانې، د بشرحقونو فعالانې او ټولنیزې فعاله ښځې په پراخه کچه د ګواښ، ځورونې، شخصیت تخریب او غلطو معلوماتو خپرولو هدف ګرځي؛ دا حملې د دې لپاره کېږي چې هغوی په عامه فضا کې چوپ کړي او له فعالیت څخه یې منع کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام