لوګر کې د ا.ا رهبري د فرامینو د عملي‌کېدو او د ولسونو د یووالي په موخه ولسي غونډه جوړه شوه.

په جوړې شوې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال په ګډون د دغه ولایت یوشمېر ملکي او نظامي مسوولانو، علما‌و، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین پرور جوړې شوې غونډې ته وویل، د ا.ا رهبرۍ ټول فرامین په بشپړه توګه په دغه ولایت کې عملي شوي او هڅه کوي چې په دغه برخه کې شته ستونزو ته هم د حل مناسبې لارې چارې ولټوي.

دین پرور وویل، د لوګر ولسونه په خپلو کې یووالی لري او له ا.ا نظام څخه په کلکه ملاتړ کوي.

بل‌خوا د لوګر د علماو شورا استازي مولوي شریف‌الله وویل، د ناسمو رواجونو او میرمنو په تړاو د ا.ا رهبري فرمان په ښه توګه عملی شوی او هڅه کوي چې د علماو شورا له ادرسه په دغه ولایت کې دناسمو رواجونو په بشپړ توګه مخنیوی وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


همدارنګه د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالله مختار «حسیني» وویل، ولسونو ته پکار ده چې په خپلو کې یووالي وساتي او شته نظام د خپل هېواد لپاره لوي فرصت او په کلکه یې ملاتړ وکړي.

نوموړي همدارنګه د شته نظام پر مسوولانو هم غږ وکړ چې د اسلامي نظام د بقا لپاره دې د ولس غوښتنې واوریدل شي او دويته دې د اړتیا له مخې خدمات وړاندې شي.

کورنیو چارو وزارت مرستیال همدارنګه له حکومتي مسوولانو وغوښتل چې په خپلو چارو کې عدالت رامنځته کړي او هېچاته د دې اجازه ورنه کړي چې ا.ا نظام بدنام کړي.

د غونډې په پای کې یوشمېر قومي مشرانو د ولسونو په استازولۍ د خپلو سیمو ستونزې او غوښتنې له مسوولانو سره شریکې کړې او ټینګار یې وکړ چې ا.ا باید د ولس ستونزو ته رسېدنه وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام