د لوګر کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او پنځه ولسوالیو کې د چینارو نمایشي قطعې جوړېږي.

د دغه ولایت کرنې او مالدارۍ ریاست رییس مولوي شیراقا «پیر حبیب‌الله» پل‌علم کې جوړې شوې یوې غونډې ته وویل، د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري د چینارو ۲۵ لوې نمایشي قطعې جوړېږي.

هغه وویل، هره نمایشي قطعه کې به ۱۳۳۰ نیالګي کېنول شي او په همدې موخه نن د لوګر پر بزګرانو شاوخوا ۳۳زره د چینارو رېښه لرونکي نیالګي او وسایل ووېشل شول.

بل‌خوا د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین پرور وویل، د چاپېریال د ککړتیا مخنیوي او سرسبزي برخه کې د نیالیګو کېنول خورا اغېزمن دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي په بزګرانو غږ وکړ چې تر خپلې وسې به خپلو سیمو کې مېوه‌لرونکي او غیرمېوه‌لرونکي نیالګي کېنوي او ساتنې او پالنې ته یې هم پاملرنه وکړي.

بلخوا د لوګر یوه بزګر محمدهاورن سلام‌وطندار ته وویل، د یادو نمایشي قطعې جوړول د بزګرانو لپاره خورا ګټور ده او بزګران کولای شي له یادو نمایشو قطعو څخه راتلوونکی کال کې لسګونه نورې نمایشي قطعې جوړي کړي.

نوموړي په کرنې او مالدارۍ ریاست غږ وکړ چې د چینارو ورته نمایشي قطعې دې د لوګر ولایت په پاتې ولسوالیو کې هم جوړې شي.

هېره دې نه وي چې سږ کال د لوګر ولایت کرنې او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې ددغه ولایت په مرکز پل علم او لسوالیو کې شاوخوا ۲۵۰ زره میوه لرونکي او غیرې میوه لرونکي نیالګي کېنوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام