روزګان کې د استرالیا د ځانګړو ځواکونو له‌خوا د جنګي جنایتونو د قربانیانو یوشمېر کورنۍ سلام‌وطندار ته وايي، اسټرالیايي ځواکونو به د شپې مهال د دوی پر کورونو چاپه وهله او د کورنۍ بې ګناه غړي یې ور وژلي دي.

د یاد ولايت د چورې ولسوالي اوسېدونکى نبي، وايي چې د اسټراليايي ځواکونو د بريد په پايله کې يې د کورنۍ شپږ غړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «د اسټرالیايي ځواکونو چورلکو زموږ پر کورونو برید وکړ، کور مو ویجاړ او تر خاورو لاندې شو چې په پایله کې یې، شپږ کسان وژل شوي او درې ټپیان دي او موږ د عدالت غوښتونکي یوو.»

د چورې ولسوالي يو بل اوسېدونکى شمس‌الله وايي چې شپاړس کاله وړاندې اسټراليايي ځواکونو د دوى پر کور بريد کړى و چې په پايله کې يې د کورنۍ ګڼ شمېر غړي ووژل شول او یوشمېر ټپیان شوي دي.

نوموړی د استرالیا له حکومته غواړي چې خپل هغه سرتېري محاکمه کړي چې د دوی د کورنۍ غړي يې وژلي دي. «موږ د دې غوښتونکو یو چې اسټرالیايي ځواکونو زموږ پر کورنۍ ظلم او وحشت کړی، دوی مجرمین او قاتلان دي او باید محکمې ته راکش کړل شي.»

افغانستان کې د استرالیا د ځانګړو ځواکونو د جنګي جنایت د قربانیاني شویو د کورنۍ غړي په داسې حال کې د عدالت غوښتونکي دي چې د استرالیا حکومت د شنبې پر ورځ د دغو قربانیانو کورنیو ته، د تاوان ورکولو پلان اعلان کړ او ویې ویل چې په دې پلان کې د هغو کسانو کورنۍ شاملې دي چې د جګړې پرمهال د اسټرالیايي ځواکونو له لورې ورته مرګ‌ژوبله اوښتې.

د استرالیا حکومت په بیانیه کې راغلي: «موږ د استرالیا د جنګي جرمونو د قربانیانو کورنیو ته د تاوان ورکولو پلان لرو، چې په دې کې په افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو له خوا د وژل شویو یا ټپي شویو کسانو کورنۍ هم شاملې دي او د دغو ادعاوو د څېړلو لپاره به یو وکیل وګومارل شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

تر دې وړاندې د استراليا يوه قاضي پاول بريرټن په يوه راپور کې څرګنده کړې وه، چې اسټراليايي ځواکونو د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ د ۳۹ ملکي افغانانو په وژنه کې لاس درلود، چې وروسته يې په ۲۰۲۰ کال کې د خسارې د جبران پلان چمتو او وړانديز شو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *