د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولان وايي چې دا مهال شاوخوا ۴۵۰۰ افغان کډوال د بېلابېلو جرمونو په تور د ایران په زندانو کې بندیان دي.
د یادې ادارې ویاند محمدنسیم لالهاند سلاموطندار ته وايي، د تېرو دوو کلونو پر مهال په دوو بېلابېلو پړاونو کې ۱۱۱۸ افغان بندیان له ایران څخه افغانستان ته لېږدول شوي دي.
د نوموړي په وینا، دغه بندیان د سرپرست حکومت او ایراني چارواکو د خبرو په پایله کې افغان لوري ته سپارل شوي.
هغه وویل: «دا مهال شاوخوا ۴۵۰۰ افغانان ایران کې بندیان دي او تراوسه په دوو پړاونو کې ۱۱۱۸ افغان کډوال چې ایران کې بندیان وو، افغانستان ته لېږدول شوي دي.»
د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولان همداراز زیاتوي، هغه افغان بندیان چې ایران کې د بېلابېلو جرمونو له امله بندیان شوي، افغانستان ته له لېږد وروسته یې ستره محکمه په اړه پرېکړه کوي.
بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلۍ عمومي مدیر عليرضا محمودي رسنیو ته ویلي و چې د دغه هېواد په زندانونو کې شپږ زره افغان کډوال بندیان دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یادونې وړ ده چې د وروستیو څو کلونو پر مهال درې میلیونه او ۵۰۰زره افغانان ایران ته کډوال شوي چې د خپاره شویو راپورونو له مخې، وخت ناوخت د دغه هېواد د پولیسو او خلکو له لوري له فزیکي ځورونې سره مخ کېږي.