افغانستان کې نن د کورونا واکسین د تطبیق بهیر په رسمي توګه پيل شو. د کورونا واکسین د تطبیق پرانیستو مراسمو کې د دغه واکسین لومړني ډوزونه امنیتي ځواکونو، روغتیايي کارکوونکيو او خبریالانو ته تطبیق شول.
ولسمشر محمد اشرف غني په ارګ کې د کورونا واکسین د تطبیق په اړه جوړو شویو مراسمو کې له امنیتي ځواکونو مننه وکړه او ویې ویل، پر امنیتي ځواکونو د ياد واکسین تطبیق امنيتي ځواکونو ته د حکومت او ملت د ژمنتیا نښه ده.
ولسمشر وايي، د کورونا ویروس د خپرېدو ګواښ لا هم موجود دی او باید دا ویروس جدي وګڼل شي.
جمهور رييس زياته کړه، د کورونا واکسین لومړی پړاو پر ۵۰۰زره ډوزه واکسينو پيلېږي او مسوولانو ته لارښوونه شوې چې دغه واکسین په عادلانه توګه ووېشي.
د عامې روغتيا سرپرست وحید مجروح وايي، افغانستان وکولای شو لکه پرمختللي هېوادونه کورونا مهار کړي.
مجروح وايي، هېواد کې د کورونا واکسين تطبیق پيسې او قدرت نه دی بلکې پر مستحقو کسانو لکه، سرتېري، روغتيايي کارکوونکي او خبريالانو چې د هېواد له دښمنانانو سره مبارزه کوي او د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي، تطبيقېږي.
هندوستان افغانستان سره د دلوې مياشتې په شپږمه نېټه ۵۰۰ زره ډوزه واکسين مرسته وکړه.
له دې وړاندې د عامې روغتيا وزارت ويلي و، په دې سره به ۲۵۰زره کسان واکسين شي.