د لوګر مسعینک کان ته د غځېدلي ۸.۹ کیلومتره سړک د جوړېدو چارې نن چهارشنبه، زمري درېیمه د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال او نورو چارواکو لهخوا په رسمي توګه پیل شوې.
په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل، دغه سړک به د چین «امسيسي» شرکت له لوري د دوو کلونو په موده کې جوړ شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه د مسعینک پروژې د امنیت په برخه کې ټولو کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته ډاډ ورکړ او وې ویل، د دغې پروژې د لګښتونو د پیسو لېږد لپاره یې له افغانستان بانکه د همکارۍ غوښتنه کړې.
د ده په وینا، دامهال د مسعینک پروژې د خنډ لپاره هیڅ دلیل نه شته او چارې به یې ژر پیل شي.
«د یادې پروژې په عملي کېدو کې چې څومره وخت ضایع شوی ده اوس باید دغه پروژه په چټکۍ سره مخ ته ولاړه شي، چینایانو ته مو د پیسو انتقال په اړه افغانستان بانک ته سپارښتنه کړې ده او په دې برخه کې ستونزه نه لري، امنیت خوندیتوب په اړه مو د چینانانو بلکې د هر پانګوال که افغان وي او که بهرنۍ امنیت یې خوندي دی.»
اخوا د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایتالله بدري وویل؛ د عینکو کان پروژې په بریالۍ توګه پر مخ وړل به د افغانستان اقتصاد ته وده ورکړي او په دې توګه به هېواد پرمختګ وکړي.
« عینکو کان د هیواد په کچه لوی کان او د نړۍ په کچه د مسو دوهم لوی کان ده او د دغه کان قرارداد په ۲۰۰۸ کال کې د تېر حکومت له لوري ام سي سي شرکت سره لاسلیک شوی وو چې استخراج یې د بېلابېلو ستونزو له امله ځنډول شوی وو چې له نېکمرغه اوس مهال ډیری ستونزې هوارې شوي دي او تاسې د عینکو کان د یوې پروژې د پيل شاهیدان یاست.»
دغه راز، د «اېمسيسي» په نوم د قراردادي شرکت رییس وانګ په تېر کې د امنیتي ستونزو له امله د کار د ځنډ په اړه یادونه وکړه او وې ویل، په ځینو موضوعاتو کې له اسلامي امارت سره په خبرو بوخت دي او باور لري چې خبرې به بریالۍ شي او ژر به د مس عینک د استخراج عملي چارې پیل شي.
« د عینکوکان د مسو استخراج په وړاندې تر ټولو لویه ستونزه د امنیت نشتون و، خو اوس مهال چې اسلامي امارت حکومت راغلی امنیت ښه شوی ده او مونږ په دې لټه کې یو چې د یاد کسان د مسو عملي استخراج ته لاره هواره کړو.»
د مسعینک قرارداد د ۲۰۰۸ کال د اپرېل په ۲۵مه له یوه چیني شرکت «اېمسيسي» سره لاسلیک شو، خو تراوسه پورې د مسو استخراج عملي چارې ندي پيل شوي.
د یادونې ده چې د کانونو او پترولیم وزارت ویاند همایون افغان د تېرې سېشنبې په ورځ وویل، د نړۍ په کچه د مس عینک ستر کان چارې به له ۱۵ کلن ځنډ وروسته د روانې اونۍ په پای کې عملا پیل شي.