په زابل کې د بېرته راستنېدونکو د هستوګنې لپاره د دویم ښارګوټي د جوړېدو چارې په رسمي توګه پیل شوې. چارواکي وايي چې دا ښارګوټی په مرکز قلات کې جوړېږي.
د ریاستالوزرا ادارې مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي چې دغه ولایت کې د بېرته راستنېدونکو لپاره شاوخوا ۴۳۲۱ جریبه ځمکه ځانګړې شوې. د هغه په وینا، د کورنۍ د غړو د شمېر له مخې به دوی ته ځمکه ورکول کېږي.
هغه وویل: «که کورنۍ پنځه غړي لري، پنځه بسوې ځمکه؛ که لس وي، لس بسوې؛ او تر لس زیات وي، پنځلس بسوې ځمکه ورکول کېږي.»
د کور او ښار جوړولو وزارت مولوي حمدالله نعماني وویل چې دا ښارګوټی د اسلامي امارت په بودیجه جوړیږي او ځینې خیریه بنسټونه هم ورسره همکاري کوي. تر دې دمه موږ په ۲۵ ولایتونو کې ۳۵ ښارګوټي تر کار لاندې لرو چې ځینې یې پرانیستل شوي او ځینې نور لا هم روان دي.»
نوموړي وویل، د زابل ښارګوټي کې دننه شل جوماتونه، عیدګاه، وړکتون، مدارس، دارالعلوم، ۱۳ بلاکونه او ۱۳ کلینیکونه شامل دي.
د زابل والي ملاشېرمحمد شریف بیا په دې اړه جوړ شویو مراسمو ته وویل، د ښارګوټي پرانیسته د اسلامي امارت د ژمنتیا ښکارندويي کوي، خو له مرکزي ادارو یې وغوښتل چې یوازې په کور جوړونه بسنه ونه کړي. «تعلیم، روغتیا، کارموندنه او بنسټیزو خدمتونو ته هم باید پاملرنه وشي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د زابل امنیه قوماندان قاري صلاحالدین ایوبي راستنېدونکو پر ستونزو تمرکز وکړ. «مهاجرت یوه سخته تجربه ده، خو موږ ژمن یو چې د دوی هوساینه تامین کړو. وطن مو بېرته خپل دی.»
عصمتالله افغان، چې د خلکو او سوداګرو په استازیتوب یې خبرې کولې، وویل، که څه هم د کډوالو بېرته راتګ د بازار د پراختیا لامل شوی، خو د سوداګرۍ پر وړاندې لا هم ستونزې پرتې دي. «بانکي اسانتیاوې، صادراتي فرصتونه، او مناسب قوانین باید رامنځته شي.»
د زابل دوهم ښارګوټی، چې د راستنو کډوالو لپاره جوړ شوی، د پرمختګ او بیا رغونې یو مثبت ګام بلل شوی.
چارواکو ژمنه وکړه چې له کډوالو سره به د دوامداره همکارۍ لپاره پراخ تدابیر ونیول شي، او دغه ښارګوټي به یوازې د استوګنې نه، بلکې د نوي ژوند پیل وي.


