Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې بېرته راستنېدونکو لپاره د هستوګنې کمپ جوړېږي

492000922_122126819822781728_3544941347536752873_n

د میدان‌وردګ محلي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز میدانښار کې د کډوالو چارو وزارت سره په همغږۍ له ګاونډیو هېوادونو څخه د بېرته راستنېدونکو افغانانو لپاره د هستوګنې کمپ جوړېږي.

د دغه ولایت والي قاري بختیار معاذ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له سرپرست مولوي عبدالکبیر سره د یاد کمپ د جوړېدو او اسانتیاوو برابرولو په موخه لیدلي دي.

د میدان‌وردګ له مقام څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت په مرکز میدانښار کې به د راستنېدونکو لپاره به د هستوګنې لنډمهاله کمپ جوړ شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خبرپاڼه زیاتوي د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست هم د میدان‌وردګ والي ته ډاډ ورکړی چې د یاد کمپ جوړېدو او ملاتړ برخه کې به خپلې هڅې ونه‌سپموي.

میدان‌وردګ کې په داسې له ایران او پاکستان څخه په جبري ډول د راستنېدونکو د لنډمهالی هستوګنې لپاره کمپ جوړېږي چې دغه ولایت ته راستانه شوي کډوال له حکومت او نړیوالو بنسټونو څخه د بېلو بېلو مرستو غوښتنه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام