د پروان د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس عبدالصمد صادق سلاموطندار ته وویل، د شینواري ولسوالي «کفشاندره» کې د شلو کلیو لپاره د ۱۸.۵ کیلومتره سړک بیارغولو چارې پیل شوې.
دی وايي، د سړک رغولو پرمهال به د سړک غاړو ته استنادي دېوالونه او پلچکونه هم په پاخه او اساسي ډول ورغول شي.
د دغه سړک په رغولو څه باندې ۲۱ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د نړیوال بانک له لوري ورکول کیږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغې پروژې د تطبیق پر مهال به د شینواري ولسوالي لسګونه اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شي او شاوخوا ۸ زره کورنۍ به له دغه سړک څخه استفاده وکړي.
د پروان د شینواري ولسوالي «کفشاندره» ګڼ نفوسه او صعبالعبور سیمه ده چې تېرو کلونو کې یې پراختیا ته ډېره کمه توجه شوې ده.