د هلمند د ګرمسېر ولسوالي د بنادر سیمې اوسېدونکي په خپله سیمه کې د زدهکړو او روغتیايي خدمتونو ترڅنګ د ژوند له نورو لومړنیو خدمتونو د کمښت او نشتون له امله شکایت لري.
د یادې سیمې یوه اوسېدونکي جمعهګل سلاموطندار ته وايي چې سیمه کې یې شاخوا ۱۵زره کورنۍ مېشتې دي، خو یوازې لومړنی او منځنی ښوونځي لري.
د نوموړي په وینا، د زدهکړییزو خدمتونو کمښت ترڅنګ دغه ښوونځي ودانۍ نهلري او زدهکوونکي یې تر شنه اسمان لاندې زدهکړې کوي.
نوموړي وویل: «ماشومان اوس بې درسه پاته دي. ځینې مدرسې ته او ځینې بیخي نه ورځي هغه چي ورځي هغه ډېر لږ تعداد دی، یوازې د یو څو کورنیو ماشومان ورځي.»
د دې سیمې نور اوسېدونکي هم وايي چې تر منځنیو زدهکړو وروسته یې ماشومان له نورو زدهکړو بېبرخې دي او په وینا یې، فعال ښوونځي یې د ښوونکو له کمښت سره هم مخ دي.
د دغې سیمې یوه بل اوسېدونکي عبدالواسېع وویل: «دلته یوازې دوه ښوونځي شته، یو د حاجي سلامخان اکا له کور سره دی. یو مکتب خپل د بنادر مکتب دی، د یوه مکتب نیمه ودانۍ شته او دا بل یې ټول ندی جوړ شوی.»

د هلمند د پوهنې ریاست مسوولان بیا د یادې سیمې اوسېدونکو ستونزو ته د رسېدنې ډاډ ورکوي او وايي چې د ګرمسېر ترڅنګ، یوشمېر نورو ولسوالیو کې به هم لومړني ښوونځي لېسې ته ارتقا ورکړي.
د هلمند د پوهنې رییس محمدعوض انصاري وویل: «دا ستونزه عمومآ په ټول هلمند کې موجوده ده، نن مو تازه یو مکتوب چی د وزارت لهخو د ابتدایه ښوونځیو ارتقاء تایید شوې وه، لاسلیک کړ، په کومو ځایونو کې چې اړتیا وي، هڅه کوم چی مکاتب پهکې ارتقا وکړي، د هلمند ټولو ساحو کې د ښوونکو د نوي تشکیل او محرومو ساحو د زدهکړو رسولو پلان لرو.»
د بنادر سیمې اوسېدونکي همداراز دې سیمه کې د روغتیايي خدمتونو کمښت او پاکونو اوبو ته نهلاسرسی نورې هغه ستونزې بولي چې په وینا یې، دوی ورسره مخ دي.
دوی وايي چې د یادې سیمې نفوس ته په کتو شته روغتیايي خدمات ورته بسنه نهکوي. د یادې سیمې اوسېدونکي ډېری وخت خپل عاجل ناروغان مرکز لښکرګاه او پاکستان ته لېږدوي چې ډېری وخت د لارو په اوږدو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د دې ترڅنګ دوی ټينګار کوي چې ډېری وخت د څښاک پاکو اوبو نشتون له امله پر بېلابېلو ناروغیو اخته وي او له مسوولانو غواړي چې دې ستونزې ته یې پام وکړي.
د بنادر سیمې اوسېدونکي عبدالظاهر وویل: «شل کیلومټر لرې یو کلینیک شته، یو دلته په صفار کې دی، تر کلینیک پورې چې ځې او راځې یوازې ۵۰۰ کرایه غواړي، دا منطقه تر یوې ولسوالي په کمه نهده، ناروغان ټول پاکستان ته بیایوو، ځکه دلته یې تداوې نهکېږي.»
حاجي نیازمحمد بیا وايي چې د بنادر سیمې ډېری اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري او دې برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي. «دلته د بګت څخه تر بنادر پورې تقریباً پنځلس زره کورنۍ ژوند کوي، د اوبو ستونزه ډېره جدي ده. زموږ اوبه ناسمې دي، د اوبو پمپونه ټول ودرېدل، یو اینچ اوبه پیداکولو باندې مو یو لک او ۲۱زره روپۍ مصرف کړې.»

د هلمند د عامې روغتیا رییس ډاکټر سیعداحمد سعید بیا د درملو کمښت د هېواد په کچه یوه عامه ستونزه په ګوته کوي، خو د خلکو هغه ادعاوې ردوي چي ګواکې ګرمسېر ولسوالي کې د روغتیا مرکزونه کم او د درملو کمښت سره مخ دي. «تقریباً په اووه کیلومتر کلینیکونه شته د کیلومټره په حساب هم د سپینې ساحې ستونزه حل ده. موږ په صفار، بنادر، درزي تر دې وراخوا هم کلینیکونه لرو، د دوا پر برابر ټول افغانستان کې ستونزه، خو موږ دا ستونزه شریکه کړې.»
بلخوا د هلمند محلي مسوولان ډاډ ورکوي چي د ځینو مرستندویه بنسټونو په همغږۍ به د خلکو دې ستونزې ته رسېدنه وکړي. «د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولان د ځینو موسسو په همغږۍ دې کار ته ژمن دي چې د هلمند په ګوټ، ګوټ کې داسې ستونزو ته رسېدنه وکړي، هیله شته چې د ګرمسېر دغه ستونزو ته هم رسېدنه وشي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د هلمند سوېل ګرمسېر ولسوالي ترڅنګ د دې ولایت د یوشمېر شمالي ولسوالیو اوسېدونکي هم بېلابېلو برخو کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.


