په داسې حال کې چې ډاکټران او نړیوالې روغتیايي ادارې بیا بیا ټینګار کوي چې د ژمي په موسم کې د موسمي ناروغیو د مخنیوي لپاره د کورونو تاوده ساتل او سالمه او پیاوړې تغذیه بنسټیز رول لري، خو یوشمېر ښاریان وايي چې بېوزلۍ یې ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
ښاریان زیاتوي چې د خوراکي توکو او سالمو خوړو د برابرولو توان نهلري او د اقتصادي ستونزو له امله نهشي کولای د کورونو د تودولو لپاره اړین سونتوکي برابر کړي؛ هغه وضعیت چې ماشومان، ډېر عمرلرونکي کسان یې د موسمي ناروغیو د اختهکېدو له ګواښ سره مخ کړي دي.
۲۵کلن محمد، د غور او ۲۷کلن جمیل د لغمان اوسېدونکي دي چې دواړه د خپلو کورنیو یوازيني نفقهبرابروونکي دي، وايي چې د اقتصادي ستونزو او خراب معیشتي وضعیت له امله نه شي کولای د خپلو کورنیو لپاره کافي خواړه او د تود ساتلو لپاره اړین سونتوکي برابر کړي.
محمد وویل: «سون توکي نهلرو، کارګر یم، دوه ورځې کار کوم، لرګي مې له ګاونډي واخیستل، څو کور کې تود کړم، د خوړو برابرولو توان نه لرم، همدې ژمي کې لس سلنه هم نشم کولای چې خپل مسوولیت ادا کړم، روغتیايي خدمتونو ته که لاسرسی هم لرو، د نسخې پیسې نشته.»
جمیل وویل: «خېمه کې ژوند کوم، هوا سړه ده، خېمه کې اور نشو لګولی، لس کسان یوو، اقتصادي وضعیت مو خراب دی. که سرپناه راته برابره شي، ناروغ لرو، خو د درملنې لپاره یې پیسې نشته.»
د روغتیا نړیوال سازمان د ژمي د پیل په اړه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې سړه هوا د خلکو روغتیا لپاره ګڼ خطرونه رامنځته کوي، په ځانګړي ډول د زیانمنو خلکو لپاره، دوی د ناروغیو د مخنیوي لپاره سپارښتنه کوي چې له یخو څښاکونو ډډه وشي، اوږدمهال په سړه هوا کې پاتې نهشي، سالم او قوي خواړه وخوړل شي او کورونه ګرم وساتل شي.
خو د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر د شمېرو له مخې، دغه سپارښتنې د ۲۲میلیونو خلکو لپاره چې شاوخوا ۴۵سلنه نفوس جوړوي او عاجلو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري، عملي کول یې ستونزمن او ناممکن دی.
۲۸کلن صاحبالله، د کونړ وروستۍ زلزله ځپلی دی. هغه وايي نه یوازې په زلزله کې يې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي، بلکې له سخت ژمي سره هم مبارزه کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «زلزلې زموږ کورونه بشپړ لهمنځه وړي. په دې پېښه کې درې کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. زموږ د ژوند شرایط په ژمي کې ډېر سخت دي او اقتصادي حالت مو ډېر خراب دی. مخکې موږ کار کاوه، خو اوس کورونه نهلرو او په خیمو کې ژوند کوو. د پېښې په لومړیو کې ډاکټران راغلي او مرسته یې کړې، خو اوس ډېری خلک ناروغ شوي دي. خلک د زکام، سینې او بغل دردونو سره مخ دي. موږ د دې ناروغیو د مخنیوي په اړه هیڅ معلومات نه لرو او تر اوسه عامه پوهاوی زموږ لپاره نه دی شوی.»
سره له دې، یوشمېر ډاکټران ژمي ته یوازې د چاپیریالي ستونزې په توګه نهګوري، بلکې دا د روغتیا او ټولنې یوه ننګونه هم یادوي. روغتیاپالان وايي چې دا موسم د ټولنې ستونزې لاپسې زیاتوي.
د داخلې متخصص ډاکټر عبدالوکیل عماد وايي: «ژمي کې د تنفسي ناروغیو پېښې زیاتېږي، په ځانګړي ډول هغه ټولنو کې چې اقتصادي حالت یې ضعیف وي او په ګډو کورونو کې ژوند کوي. په داسې کورونو کې چې غړي یې ډېر وي، که یو کس په ناروغۍ اخته شي، نورو روغو کسانو ته هم خپرېږي. زموږ هېوادوال باید د دې ناروغیو د مخنیوي لپاره احتیاطي تدابیر ونیسي.»
د داخلې متخصص بل ډاکټر روحالله فیض، په دې اړه سلاموطندار ته وايي: «سړه هوا یوازې یو چاپېریالي چلینج نهدی، بلکې د روغتیا او ټولنیز ژوند لپاره هم یوه ستونزه ده، په ځانګړې توګه د ټولنې د زیانمنو ګروپونو لپاره. د زیانمنو ډلو په کې ماشومان شامل دي چې د سینې، بغل او تنفسي ناروغیو خطر یې زیات دی. همدارنګه هغه ماشومان چې د تغذيې ستونزه لري، هم ډیر حساس دي. په زاړه عمر خلکو کې د یخنۍ احساس کمېږي او هغه کسان چې د زړه او تنفسي ناروغۍ لري، د دې ناروغیو د شدت خطر زیاتېږي.»
سره له دې چې ډاکټران د سړې هوا د خطرونو او زیان په اړه خبرداری ورکوي، خو یوشمېر ښاریان وايي چې د بېوزلۍ او د ژمي سړې هوا له امله يې ماشومان هم له لاسه ورکړي دي.
د غور اوسېدونکی قدیر وايي چې د ډېري بېوزلۍ او د ژوند لګښتونو د برابرولو د ناتوانۍ له امله یې دوه ماشومان چې معلولیت يې درلود، له لاسه ورکړي دي.
هغه سلاموطندار ته وویل: «زموږ اقتصادي حالت ډېر خراب دی. کار نشته او که یوه ورځ کار وکړو، لس ورځې بیکار پاتې کېږو. ژمی ډېر سخت تېریږي او د سون توکو او خوراکي موادو کمښت دی. دوه یا درې میاشتې کېږي چې یوازې وچې ډوډۍ او ګرمو اوبو سره ژوند کوو. زموږ ورځنی عاید د کور اړتیاوې نه پوره کوي. دوه معیوبه مو درلودل، خو له لاسه مې ورکړل، ځکه د یخنۍ او بېپیسو له امله مې هغوی ډاکټر ته نشو وړی. که څه هم د درملنې مرکزونه شته، خو د دوا اخیستلو توان نهلرو.»
سره له دې د عامې روغتیا وزارت مسوولان د ژمي موسم له امله د ناروغیو د زیاتوالي د تایید سره، وايي چې هڅه کوي د عامه پوهاوي کچې لوړولو له لارې د دغو ناروغیو د خپرېدو مخه ونیسي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافتزمان امرخېل، په دې اړه سلاموطندار ته وايي: «د دې ناروغیو د مخنیوي لپاره مختلف ګامونه اخیستل شوي دي. په هغو روغتیایي مرکزونو کې چې په سړو سیمو کې موقعیت لري، دواوې او اړین روغتیایي خدمات ورلېږل شوي دي. سربېره پر دې، د عامه پوهاوي مسئله هم ډېره مهمه ده. د سیمې مسؤلینو د کنفرانسونو له لارې خلکو ته اړین معلومات وړاندې کړي دي.»
په داسې حال کې چې د ژمي په موسم کې د بېوزله خلکو شکایتونه پراخېږي، نړیوالو سازمانونو هم ویلي چې افغانستان کې به بشري ناورینونه په ۲۰۲۶ کال کې هم پاتې وي.


