د تورخم دروازې په بندیدو سره یوشمېر مسافر، ناروغان او د لویو موټرو، چلوونکي وايي، د درازوې تړل‌کېدو ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی سلام‌وطندار ته وویل، په ډېرو ستونزو یې ویزې ترلاسه کړي او له لرې لرې ځایونو راغلي؛ خو په داسې بې‌خبره ډول د دروازې تړلو له کبله اوس اړ دي چې د لارې تر خلاصېدو، همدلته شپې وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دوی په وینا، اقتصادي حالت یې خراب دی او لګښت پرې لوړ راځي؛ نو حکومت ته په کار ده چې دا ستونزه ژر حل کړي.

حامد چې له کابل څخه تورخم ته راغلی، وايي: «یو زه یم او یوه مې مور راوستې، مونږ پاکستان ته تللو؛ مور ته مې دوا اخیسته، ناروغه ده، دلته چې راغلو لاره بنده ده، خو اوس دلته منتظر یوو چې دا دروازه خلاصه شي، زما غوښتنه دا ده چې دواړه طرفونه ژرترژره دا ستونزه حل کړي.»

د سردارخان په نوم لارۍ چلوونکی وايي، د پاکستان حکومت له لوري دا ډول اقدام نه ‌یوازې مسافرو، بلکې لارۍ چلوونکو، ناروغانو، سوداګرو او ټولو ته لوی زیان اړوي.

نوموړی وايي، پاکستان هر ځل په یوه او بله پلمه دا لار تړي چې په ترڅ کې یې افغانانو ته میلیونونه افغانۍ زیان اوړي.

هغه وویل: «دا یوه ورځ نه ده، دوه نه دي، درې نه دي، بلکې هر ځل چې د پاکستان خوښه شي؛ نو د تورخم دروازه وتړي، او مونږ ته او تجارانو ته تاوانونه راورسیږي زمونږ د لارۍ ټایرونه هم خراب شي مالونه هم خراب شي  حکومت زما هیله ده، چې نور دا ستونزه په دایمي  ډول حل کړي.»

د تورخم کمیسیار ملا عبدالجبار حکمت وايي، هڅه کوي چې له پاکستاني لوري سره د خبرو له لارې دا لار بېرته پرانیزي.

نوموړي وویل: «تیره شپه لس بجو شاه اوخوا کې پاکستاني لوري د فرضي کرښې خواته تاسیساتو جوړول، همدې وخت کې مونږ هم ځینې تاسیسات ترمیم کول چې پاکستاني لوري زمونږ د کار مخالفت وشو، هغوی غوښتل چې خپله مار وکړي او افغان لوری له کاره منع کړي، نو مونږ کار بند نکړ چې دوی بیا مقابل کې دروازه وتړله چې تر اوسه بنده ده.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

پاکستاني لوري پر ډیورنډ فرضي کرښې د وخت ناوخت نښتو له امله تورخم دروازه تړي چې هر ځل زرګونه مسافر، ناروغان او بار وړونکي موټر د دروازې دواړو غاړو ته ایسار پات وي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام